د پاکستان وزيراعظم ميا شهباز شریف په مشرۍ لوړپوړی حکومتي او پوځي پلاوی سوېټزرلینډ برګن سټاک سیمې ته رسېدلی دی، چېرته چې نن د امريکا او ايران تر منځ مهم مذاکرات ترسره کېږي۔
د وزیراعظم د دفتر تر مخه په دغو مذکراتو کې به د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر هم ګډون وکړي۔
دا مذاکرات په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ ډیر راکم شوی دی۔
د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم د یادښت له لاسلیک وروسته دواړو لوری په دې سلا شوي چې اوږد مهاله سولې او اقتصادي همکاریو په اړه پر تخنیکي کچه خبرې اترې پر مخ ووسي۔
د راپورونو له مخې د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف او جیرډ کشنر لا له وړاندې سوېټزرلینډ ته رسېدلې دي، او د امریکا د ولسمشر مرستیال جۍ ډي وېنس هم د دغو مذاکراتو لپاره د سوېټزرلینډ په لوري روان شوی دی۔
بل لور ته ایران هم خپل لوړپوړی مذاکراتي پلاوی د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ سوېټزرلینډ ته استولی دی۔
په ایراني پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او نور لوړ پوري چارواکې هم شامل دي۔
د ایران او امریکا اړیکې له څو لسیزو راهیسې ترینګلې دي، خو وروستیو میاشتو کې دجګړې له عمله حالات لا پسې پېچلې شوي دي۔
امریکا ادعا کوي چې ایران د خپل اټومي پروګرام له لارې د وسلو جوړولو هڅه کوي، خو تهران دا تورونه ردوي او وایي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سوله ییزو موخولپاره دي۔
په همدې حال کې د ایران او امریکایي ځواکونو ترمنځ څو ځله بریدونه او ځوابي عملیات ترسره شوي دي۔