اسما ګل
د نوښار وسېدونکې ۳۴ کلنه زرمینه د ژوند له سخت پړاو څخه تيريږي ۔ هغه شپږ لوڼه لري او اوس يو ځل بيا حامله ده ځکه چې خسرګنۍ ترې نارينه اولاد غواړي ۔
زرمینې مشال ډيجيټل ته وويل چې د ميړه کور والا ورته وايي چې بايد يو زوى وزېږوې ۔ “زه خپله هم هيله لرم چې داځل به مې نارينه اولاد پيدا شي، خو پخپله ډېره کمزورې يم “
د زرميني په وينا خاوند يې په پردو پټو کې مزدوري کوي او کور ته دومره پيسې نه راځي چې د کور خرڅونه د شپږو ماشومانو او د هغې خپلې اړتياوې پري پوره شي ۔ د بې وزلۍ له امله نه سم خوراک کولای شي او نه د ډاکټر او درملو پيسې لري ځکه يي صحت هم خراب دی ۔ سر پرې ګرځي، ساه يي لنډيږي او هر وخت د کمزورتيا احساس کوي ۔
د پېښور ليډي رېډنګ روغتون د ښځينه رنځونو ماهرې ډاکټر پلوشه طارق مشال ډيجيټل ته وويل چې کم عمرۍ کي وادونه يوازې يوه ستونزه نه ده ۔ د کم عمرۍ ودونو اوبيا پرله پسې د حامله کېدو تر څنګ، بېوزلي، د روغتيايي مرکزونو لېرې والی، د روزل شوو دايانو نشتوالی، او د وينې کمۍ د زېږون پر مهال د مړینې لوی لاملونه دي ۔
هغې وويل چې زياتې ښځې د زېږون پر مهال د ډيري ويني بهېدو، انفیکشن، او ويني د لوړ فشار له امله مري ۔ هغې زياته کړه:
“د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو تر مخه په پاکستان کې هره ورځ نږدې ۱۴۰ ښځې د اميندوارۍ او زېږون له امله د مرګ کومي ته لويږي ۔ دا شمېره په کليوالو سيمو کې ډېره لوړه ده ځکه هلته ښځې روغتون ته په وخت نه رسول کيږي “
ډاکټر پلوشي وويل چې که يوې اميند وارې ښځې ته خواړه او درمل په سمه توګه نه ورکول کيږې نو د مور او ماشوم دواړو ژوند د خطر سره مخ کيدو امکان زيات وي ۔
هغي ټينګار وکړ بايد ټولنه ښځي ته د انسان په سترګه وګوري او غوره خصمانه يې وکړي ۔
په پښتني ټولنه کې د زوی زيږول د ډېرو کورنيو يوه لويه غوښتنه ده ۔ دغه فشار زياتره ښځې مجبوروي چې پرله پسې حاملې شي، پرته له دې چې د هغوی روغتيا او اروايي حالت په پام کې ونيول شي ۔
د صحت د چارو ماهرین وايي چې حکومت او غير دولتي ادارې بايد دغه ډول ښځو ته د وړيا درملنې، تغذیې، د ترانسپورټ اسانتیاوو او د رواني مرستې پروګرامونه پيل کړي ۔
د پاکستان د قانون ترمخه د واده لږ تر لږه عمر د نجونو لپاره ۱۸ کاله ټاکل شوې دی ۔ د روغتيا نړيوال سازمان وايي د ۲۰ کالو نه وړاندې حامله کیدل، د مور او ماشوم دواړو لپاره خطر لري ۔ په پاکستان کې د میندو د مړینې کچه په هر ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو کې ۱۸۶ ده، چې د سیمې له نورو هېوادونو لوړه ده ۔ د زيږون په مهال د زياتو ښځو د مړينې لوی لاملونه د صحت سهولتونو نشتوالي، په خانداني منصوبه بندۍ عمل نه کول ، د وينې کمی او لوړ فشار ، شوګر او په ښځو کي د ناروغي په وخت د روغتيا په اړه د معلوماتو کمښت ښودل شوي دي ۔