کراچۍ کې ټرانسپورټ درېدلی،د درنو جرمانو پر ضد هړتال څلورمې ورځې ته داخل شوی

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ټرانسپورټرانو لخوا دجون د۱۸ مه راهیسي هړتال روان ده ،ڼرانسپوڼرانو په ښار کې دننه چلېدونکې ټول بسونه او کوچونه درولي دي ،چې له امله یې زرګونه ښاریان له سختو ستونزو سره مخ دي. د سپرلو ټرانسپورټ بند دی او خلک د خپلو کارونو، روغتونونو او تعلیمي ادارو ته د رسېدو لپاره له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ دي۔

په کراچۍ کې دټرانسپوټرانو اتحاديې په اعلان د اي چالانونو، درنو جرمانو او نورو غوښتنو د منلو لپاره هړتال يې پیل کړی دی۔

د ټرانسپورټرانو په وینا، حکومت له دوی څخه د ټرافیکي سرغړونو په نوم درنې جرماني اخلي، ای چالانونه په پراخه کچه لګول کېږي او د ټرانسپورټ کاروبار ورځ تر بلې زیانمنېږي۔

د یادې اتحاديې مشر حاجي تواب خان وایي چې د صوبایي حکومت سره وروستۍ خبرې اترې بې نتيجې پای ته ورسېدې او له همدې امله یې د هړتال د دوام اعلان اوکړ۔

ټرانسپورټران  غوښتنه کوي چې د ای چالان نظام کې اسانتیاوې او اصلاحات وشي ، درنې ټرافیکي جرمانې کمې کړل شي او د موټر چلوونکو او ټرانسپورټرانو ستونزو ته حکومت پاملرنه وکړي۔

بلخوا دهړتال له امله تر ټولو زیات اغېز پر غریبو او مزدورکار ولس شوی دی چې هره ورځ په مزدورۍ او ورځني کار خپل ژوند پر مخ وړي وس مجبوره شوي چې په ګرانه بیه خپل کار له لاړشي۔

د ښار ګڼ شمېر کارکوونکي او زده کوونکي هم خپلو دفترونو او تعلیمي ادارو ته د رسېدو لپاره سرګردانه دي او د عام ټرانسپورټ د بندېدو له امله د انلاین ټکسي او رېکشو کرايې هم زياتې شوي دي۔

تر اوسه د سېند حکومت له لوري د ټرانسپوټرانو دهړتال ختمولو لپاره کومه څرګنده او عملي پرېکړه نه ده شوې۔

عام اولس وایي که حکومت او ټرانسپورټران ژر یو تړوڼ ته ونه رسېږي ،نو د کراچۍ د میلیونونو اوسېدونکو ستونزې به لا زیاتې شي۔

د کراچۍ اوسېدونکي له حکومته او ټرانسپورټ اتحاد څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي، څو چې ددوې عادي ژوند بېرته راوګرځي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.