صمد شبنم
د کوټې کویله پاټک سیمه کې په اورګاډي چاودنه کې ۲۳ کسان مړه او لسګونه ژوبل شوې دي۔
د کوټې یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال دېجېټل ته ویلي چې په دې چاودنه کې ۲۴ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ کسان ژوبل شوي دي۔ د چاودنې له کبله شاه و خوا کورونو او هلته ولاړو نزدې ۲۰ موټرو ته هم زیان رسېدلی دی۔ دا اورګاډی له کوټې نه تر پېښور پورې تللو۔
د کوټې اورګاډې کنټرول روم په خبره چې دا چاودنه د شټل په اورګاډي شوې چې د کوټې کېنټ او اورګاډې تر تم ځای( رېلوې اسټېشن) تر منځ به یې سفر کولو چې ورسته به د جعفر ایکسپریس په نوم اورګاډي سره د هغې ډبې تړل کېدې او دغه اورګاډې به سکهر، ملتان او پېښور پورې سفر کولو۔

د چاودنې له کبله د اورګاډي دوه مسافر وړونکې ډبې د له پټلۍ اوښتي۔
په پېښه کې ژوبل شوې کسان د کوټې دولتي روغتون، سي ایم ایچ روغتون او ایف سي روغتون ته رسول شوي او کوټې دولتي روغتون کې د روغتیا محکمې لخوا بېړنۍ حالت اعلان شوی۔
د پولیسو په خبره چې په دې چاودنه کې تر ۳۰ کلوګرامه پورې بارودي مواد اپښودل شوي کوم چې د اورګاډې د پټلۍ سره نژدې په یوه موټر کې ایښول شوي وو۔
د دې پښې ذمه داري د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ لبیریشن ارمي په غاړه اخستې۔
تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې پر اورګاډو بریدونه او چاودنې شوي دي۔
د ۲۰۲۵ م کال د اپرېل په میاشت کې د وسلوالو لخوا د جعفر ایکسپربس په نوم د مساپرو اورګاډې تښتول شوی وو۔ خو بيا وروستو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ډېری مسافر د وسلوالو له منګلو وژغورل، په دې پېښه کې شاوخوا ۳۰ مسافر وژل شوي وو۔
دا ډول د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د کوټې اورګاډي تم ځای( رېلوې اسټېشن) باندې په ځانمرګي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي وو۔