ډولفین کب په اوبو کې دننه خپلو بچیانو ته شیدې ورکوي

ډولفین کب یا ماهی عموماً د ۱۲ میاشتو د امیندوارۍ/حامله توب وروسته بچی زېږوي. د زېږون وروسته، مور ډولفین خپل بچی د اوبو سر ته یعنې د ابو څخه یې لوړ راولي، څو هغه خپله لومړۍ ساه واخلي.

د حیواناتو ماهرین وایې، د ډولفین بچي تر دوو کلونو پورې د مور شیدې څښي. ورو ورو لویېږي او بیا د وړو کبانو او نورو کلکو خوړو خوړل پیلوي.

د ډولفین کب شیدې ډېرې غوړینې وي، چې د بچیانو په چټکه وده کې مرسته کوي.

نوی زېږېدلی ډولفین عموماً له ۳ تر ۴ فټه پورې اوږد لري او وزن یې له ۲۰ تر ۴۰ پونډو پورې وي.

د ډولفین بچي د لوبو او تقلید کولو مهارت لري. هغوی د خپلې مور او د ډلې د نورو غړو په کتلو او د هغوی په نقل کولو سره ښکار کول او په سمندر کې ګرځېدل زده کوي.

د ډولفین بچي ډېر ټولنیز وي او له خپلې مور او د ډلې له نورو غړو سره قوي اړیکې جوړوي.

د ډولفین مور خپل بچی له ځان سره  ډېر نږدې ساتي او له ښکاریانو او نورو خطرونو یې ساتنه کوي. د ډلې ځوان غړي هم په ګډه د نوي زېږېدلو بچیانو پالنه او ساتنه کوي.

ډولفین یو ډېر هوښیار او پرمختللی او په اوبو کې خپلو بچیانو ته شیدې ورکونکی ژوی دی. د بدن د اندازې په پرتله د ډولفین دماغ لوی وي، او داسې پېچلي چلندونه ښيي لکه ستونزې حل کول، د وسایلو کارول او د بېلابېلو غږونو له لارې اړیکه نیول.

دوی د غږونو، لکه چغو، شپېلکو او د بدن د خوځښتونو په وسیله خبرې کوي. هره ډولفین خپله ځانګړې شپېلکه (سیټي) لري چې یوازې د هماغې لپاره ځانګړې وي. دې ته “د پېژندنې سیټي” ویل کېږي. دا داسې ده لکه د هغه ژوي خپل نوم وي.

د ډولفین د خوب طریقه هم ځانګړې ده. ډولفین د خپل دماغ(مغز) یوازې یوه نیمایي برخه خوب کوي، او بله نیمایي یې ویښه پاتې کېږي، څو د ساه اخیستلو لپاره د اوبو سطحې ته پام وکړي او د ښکاریانو او نورو خطرونو څخه ځان وساتي.

همدا پېچلي او حیرانوونکي چلندونه دي چې ډولفین یې د سمندر له تر ټولو مینه ناکو او زړه راښکونکو مخلوقاتو څخه ګرځولي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.