فياض خويشګي وايي چې سندره د زړه په شوق ويل کيږي

نامتو سندرغاړی فیاض خان خويشګي د خيبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې د خويشګو سيمې اوسيدونکی دی ۔ هغه د پښتو شاعرۍ ټول اصناف لکه سندره ، نيمکۍ ، غزل او چاربيته په داسي خوندور انداز کي د موسيقۍ سره زمزمه کوي چې د هرعمر خلک يې په شو ق اوري ۔

هغه مشال ډيجيټل سره د مرکې په مهال وويل چي کله ماشوم و نو خپلې نيا  ورله د سندر غاړي نوم ورکړی و ۔ “نيا ابۍ مې راته ويل چي کله د خړپوسو ماشوم وم نو لوخي به مې ټنګول او د لوخو ټنګولو سره به مې خندا کوله”

هغه ماشوم چي د لوخو په ټنګولو يې موسيقي زيږوله نن د پښتو موسیقۍ یو پیژندل شوی نوم دی ۔

د پښتو اوس مهاله موسيقۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې فیاض خويشګي مشال ډيجيټل ته وويل چي فنکار له د کلام په انتخاب او بيا د غوره کلام په انتخاب کې دقت پکار دی ځکه چې د يو هنرمند لخوا ويل شوی کلام په ټولنه او په خاصه توګه په ځوان کهول ډير اغيز شيندي او د تاريخ برخه جوړيږي ۔

هغه د ښه سندرغاړي او هنرمند په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:

” يو فنکار هله د فن  معراج ته رسي چې هغه د خلې نه راوتلي توري په اوريدونکو يو کفيت طاري کړي ۔ اصلي فنکار هغه دی چې د خپل هر لفظ وزن پېژني او هغه د اوریدونکي زړه ته ورسوي “

فیاض خويشګي وويل چې د شلو کالو په عمر کې يې موسيقي پيل کړه ۔ لومړی يې رباب ، هارمونيم او طبله غږول زده کړل او بيا يې د موسيقۍ سره غزل ويل پيل کړل ۔ د موسیقۍ په دې درې بنیادي آلاتو کې مهارت وروستو هغه د غزل په دنیا کې خپل ځانګړی مقام خپل کړو ۔

هغه وويل چي د خپلې کورني لومړي تن و چي موسيقۍ ته يې مخه کړه ځکه ډيرې نيوکې هم پرې وشوې ۔ خو هغه د خپل شوق په خاطر دنيوکو او د چا د خبرو پرواه  ونه کړه او مخ پر وړاندې روان و ۔  د کورنۍ مخالفت او د ټولنې نيوکې هم د هغه لار و نه نيوله ځکه چې د موسيقۍ سره د هغه شوق تر هر څه لوړ او زيات و ۔

فياض خويشګي  وويل چې د موسيقۍ په نړۍ کې د رفيق شينواري او خيال محمد  نه ډير متاثره دۍ  او کلام ته د هغوی د وينا طرز ورکولو هڅه کوي ۔

د استادانو طرز ساتل او په هغه کې خپل رنګ شاملول د هغه د کامیابۍ لويه وجه ده ۔ نوموړي  وايي چې د خپل کلي ناظم هم پاتي شو خو په دغه چوکۍ خوشحال نه و او وجه يې دا وه چې د فن په لار کي يې خنډ جوړيدو ځکه يې د واک په ځای د فن لار غوره کړه ۔ هغه وايي ، دي پوهيدو چې غزل د زړه کار دی ، د چوکۍ نه دی ۔

فياض خويشګي د مشال ډيجيټل سره د خبرو په وخت وويل چې سندره د زړه په شوق ويل کيږي او له هغې وروستو يو فنکار مقام ته رسيږي ۔ هغه وويل چې د خوښې کلامونه يي ډير دي خو د اشرف مفتون صاحب دغه غزل يي زمزمه کړ..

 زړه مې بلد دی د دردونو سره

لکه درياب د طوفانونو سره

يوه ورځ به راشي چي به لاړ شو ترې نه

 بلې دنيا ته ارمانونو سره

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.