د کروندې نوې طريقې د فصلونو حاصل زياتولی شي : کارپوهان

د خيبر پښتونخوا د کرکروندې سرکاري محکمې لخوا د صوبې د کرونده ګرو لپاره يوه تربيتي غونډه په چارسده کې د جعمې په ورځ (۱۹م جون) ترسره شوه ۔

په غونډه کې ګډونوالو ته هغه لارې چارې په ګوته شوې چې په کارولو سره يې د فصلونو پيداوار زياتيدی شي ۔ په خيبر پښتونخوا کې زياتو کورونو او نورو ودانيو په جوړيدو سره د کروندې زمکه کميږي چې ورسره د فصلونو حاصل هم په کميدو دی ۔

د زراعتو د محکمې چارواکو او او کرونده ګرو د غونډې په مهال وويل چې د اقليمي بدلون او دکر کروندې زړو طريقو کارولو له وجې د فصلونو په پيداوار منفي اغيز شوی دی ۔

د ترقي پسند کاشتکارانو يا مترقي کرونده ګرو سازمان غړې وايي چې يو خو د زراعتو د محکمې لخوا دوی سره هغه ډول کومک نه کيږي څنګه چې پکار دې، بل اقليمي بدلون هم د فصلونو پيداوار او معيار دواړه اغيزمن کړي دي ۔

رضوان الله نومې کرونده ګر  مشال ډيجيټل ته وويل:

“په يوايکړ زمکه کرولو چې زمونږ څومره لګښت کيږي ، زياتره وخت د هغې پيداوار خپل خرڅ هم نه پوره کوي ۔ مونږ ټول کال د تاوان د پاره دومره خواري کوو ، ځان وکړوو ، ګرمۍ يخنۍ ، باد وباران ته نه ګورو ، جوړ ناجوړ نه ګورو ، خو چې د فصل اخستو وخت راشي نو تاوان  مو په برخه شي ، ځکه خو خلک د کرکروندې په ځای په خپلو زمکو پلاټونه او پلازې جوړوي چې نغده ګټه وکړي”

هغه وويل چې د کروندې په زمکو ودانۍ او کالونۍ جوړولو سره د خواراک کمې يا فوډ ان سيکورټې ستونزه مخې ته راغلې ده ۔ هغه زياته کړه :

” د دې ستونزې له وجې د خوارکي توکو بيعې لوړې شوې دي “

کرونده ګرو مشال ډيجيټل ته وويل چې که حکومت ورسره کومک وکړي ، د خاورې (سرې) او تخمونو نرخ کم کړي ،  په ښه بيعه ترې غنم ، جوار او نور حاصل واخلي نو امکان لري چې زميدارې يو ځل بيا د ګټې روزګار وګرځي ۔

د مشال ډيجيټل د دې پوښتنو په ځواب کې ، چې اقليمي بدلون او موسمياتي تبديلو بزګران څومره اغيزمن کړي دي او آيا دوي خبر هم دي چې اقليمي بدلون څه شي دي او څه رنګ به دوې تري ځان وساتي چې ډير فصلونه وکري ، يا د فصلونو ريبل ، اوبه خور او خسمانه به يي څه رنګ کوي؟ ، يو بل زميدار ظريف خان وويل چې ډير کرونده ګر خبردي او ځينې نا خبره دي ځکه خو د فصلونو د کم پيداوار سره مخ شي او يا د سخت موسم له وجې د دوی فصلونه خراب شي ۔

هغه زياته کړه چې د ضرورت په وخت باران نه کيدل او يا د ضرورت نه زيات باران کيدل اوس يو معمول جوړ شوی دی ۔

د زميدارانو د ستونزو په اړه د زراعتو د محکمې يو افسر محمدابرار مشال ډيجيټل ته وويل چې حکومت په ټوله صوبه کې کرونده ګرو ته د تربيت سره تخمونه او خاوره هم په ارزانه بيعه ورکوي ۔ هغه وويل چې د زراعتو محکمه زميدارانو ته جديده مشينررۍ هم په آسانو قسطونو ورکوي ۔

هغه وويل چې د موسمي بدلون نه د کرونده ګرو د خبرولو د پاره په ټوله صوبه کې د ضلعې او يونين کونسل په کچه د دوی فيلډ افسران ګرځي ، پټو ته ورځي او زميدارانو سره ناستې پاستې ا وغونډي کوي چې دوي دهر څه نه خبر وساتي او د کروندې نوې لارې چارې ورزده کړي ۔

هغه وويل چې د ميکينايزډ يا د کروندې نوې طريقې کارولو سره د کمې زمکې نه زيات حاصل ترلاسه کيدی شي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.