د خوست ښار او ولایتي روغتون تر منځ د سړک جوړولو کار بشپړ شو

په دوو پړاونو کې د خوست ښار څخه ولایتي روغتون، د رحمت ولي مسرور کرکټ ملي لوبغالي او اداري کمپلیکس لوري ته د غځیدلي سړک د جوړولو کارونه د خوست ښاروالۍ له پرمختیايي بودېجې (فنډ) څخه بشپړ شول.

یاد نږدې سړک په دې مهم ګڼل کیږي، چې د خوست-ګردیز سړک پر مسیر پخوانی لاره له یوې خوا اوږده وه او بل لوري ته د ډېرې ټرافیکي ګڼه ګونې له کبله ناروغان پر وخت روغتون ته او مراجعین اداري کمپلیکس ته نشو رسیدلی.

د خوست اوسیدونکي دا هم وايي، د ازادۍ مینې او نویو بارګینونو پر مسیر دې نوې لارې خوست ښار ته ځانګړې ښکلا ورکړه او دوی وغوښتل چې د ښار د پراختیا، مدرنیزه (ماډرن) کولو او ښاریانو ته د لا ښو ښاري خدمتونو د برابرولو برخې ته دې، پاملرنه ډېره شي.

د بارګینونو څخه بیا تر اداري کمپلیکس پورې د سړک په دې برخه نږدې یوویشت میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د جون په ۲۰مه د خوست ښاروالۍ استازي رحمت الله ځواک مشال ډیجیټل ته وویل: ”پر دې سړک د قير اچونې تر څنګ د دیارلس سوه مترو په اوږدوالي سرپټي لښتي، دوه پلچکونه جوړ شوي او د ملکي روغتون د ۶۵۰ متره اوږد سړک  ترمیم چارې بشپړې شوې، چې د اوو میاشتو په موده کې يې کارونه سرته ورسیدل “

د خوست اوسیدونکي او ښاریان د یادې پروژې پر بشپړېدو خوښي څرګندوي.

ځايي اوسیدونکي اصيل ګل وويل، دغه سړک به د ټرافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو، د تګ راتګ په اسانتیا او د سیمه والو لپاره د ښاري خدمتونو په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه: ”پخوا پر همدې لاره د تګ راتګ پر مهال له ډول ډول ستونزو سره مخ وو، خو د دغه سرک په جوړېدو اداري کمپلکس، ولایتي روغتون او څېرمه نورو سيمو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځ ته شوې “

په ورته وخت کې  د خوست یو بل اوسېدونکي باختر احمدزي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې په ښار او شاوخوا سیمو کې دې پاتې نور خام او له معياري جوړېدو پاتې سړکونه  په اساسي ډول ورغول شي.

د ده په وینا په دې سره به  ښار ته د نږدې سیمو اوسیدونکي له پرمختګونو برخمن او تر څنګ به يې د متوازنې پرمختیا د پلي کېدو اصل هم پلی شوی وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.