په خيبر پښتونخوا کې په محرم کې د امنيت ساتلو د پاره ۴۳۰۰۰ پوليس ځای په ځای شوي دي   

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان د کوهاټ په کمشنر هاوس کې یوې جوړې شوې جرګې ته د وینا پر مهال ویلي دي چې د محرم الحرام په دوران کې د امن او امان ساتلو لپاره کلک اقدامات شوي دي او په دې لړ کې د پولیسو اضافي نفري هم ځای پر ځای شوې ده ۔

ياده جرګه د کوهاټ په کمشنر هاوس کې د جون پر ۱۶ مه نېټه جوړه شوې وه، چې پکې د ټول ډویژن د ټولو ضلعو لکه کوهاټ، کرم، اورکزو، هنګو او کرک سره تعلق لرونکو د دواړو مسلکونو شيعه ګانو او سنيانو مشرانو، د قامي او صوبایي اسمبلۍ غړو او د انتظاميې افسرانو نه یوازې ګډون وکړ، بلکې د محرم الحرام په دوران کې د امن ټینګښت لپاره یې خپل وړاندیزونه هم ورکړل او د مسلکونو ترمنځ د همغږۍ په ساتلو یې هم ټینګار وکړ ۔

صوبایي وزیر وویل چې په ټوله صوبه کې د محرم الحرام په دوران کې له ۶۱۴ څخه ۱۲۷ امام باړې او له ۹۰۷ څخه ۲۸۶ جلوسونه خورا حساس ګرځول شوي دي، چې د هغوی د امنیت لپاره د ۴۳ زره پولیس ځواکونو نفري ځای پر ځای شوې ده. د حساسو ځایونو څارنه سخته شوې او په پاروونکو ویناوو هم بندیز لګول شوی دی، نو ځکه دواړه مسلکونه دې د یو بل د عقایدو درناوی وکړي او د امن په ټینګښت کې دې خپله ونډه واخلي ۔

هغه زیاته کړه چې په کرم ضلعه کې د امن فضا ښه کولو لپاره ګامونه اخیستل کېږي هغه انتظاميې ته یې هم لارښوونه وکړه چې خپلې دندې په پوره ذمه وارۍ سره ترسره کړي. شفیع جان دا هم وویل چې تر ټولو زیات مسؤلیت د سیمې د مشرانو جوړیږي چې په خپلو کې پر شر خوښوونکو عناصرو نظر وساتي ترڅو هیچا ته د سیمې د امن ګډوډولو موقع په لاس ورنشي ۔

له دې وړاندې د کورنیو چارو پخواني رياستي وزیر او د قامي اسمبلۍ غړي شهریار اپریدي وویل چې د افغانستان پر پوله د اغزن سیم لګولو او کلکې څارنې وروسته زموږ پر سرحدي سیمو د ډرون بریدونه کیږي، نو ځکه د وخت اړتیا ده چې د صوبې پولیس په پرمختللو وسلو سمبال شي او نوره نفري دې هم بايد وګمارل شي ۔ د دې په ځواب کې شفیع جان وویل چې سږکال په صوبایي بجټ کې تر تعليم او روغتیا وروسته تر ټولو زیاته بودیجه پولیسو ته ځانګړې شوې ده ترڅو هغوی په عصري او ساینسي اصولو برابر شي

جرګې ته د کوهاټ ډویژن کمشنر معتصم بالله هم وینا وکړه او ویې ویل چې د محرم الحرام د پرامنه ترسره کولو لپاره ټول اقدامات بشپړ دي او نه یوازې په کرم ضلعه بلکې په ټول ډویژن کې به د امن فضا ساتل کیږي

د یادونې وړ ده چې په ټول هیواد کې به لسم محرم الحرام يا د عاشورې ورځ به د جون پر ۲۶تمه نېټه په پوره مذهبي عقیدت او درناوي سره نمانځل کیږي چې لپاره یې ټول اقدامات بشپړ شوي دي او په ځینو ضلعو کې د محرم په اوومه، نهمه او لسمه ورځ د موبایل سروس د بندولو هم ویل شوي دي ۔

له دې سره سره پر موټرسایکل د دوه کسانو پر سپرلۍ، پاروونکو ویناوو او د کرکې خپروونکو موادو پر ویشلو، د خلاصو پټرولو پر پلورلو، د وسلو پر ښودلو، غونډو، جلوسونو او د پنځو یا له پنځو څخه د زیاتو کسانو پر راټولیدو هم سخت بندیز لګول شوی دی ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.