په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۸۷ زره پاکستانیانو د روزګار لپاره هېواد پرېښود

د پاکستان د مهاجرت او بهرنیو چارو اړوند ادارې بیورو اف امګرېشن اینډ اوورسیز اېمپلایمنټ په خپل تازه راپو کې ویلي ،د ۲۰۲۶ کال د مۍ میاشتې تر پایه پورې شاوخوا نور دوه لاکه ۸۷زره او ۵۳۶ پاکستانیان د کار روزګار لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلي دي.

د راپور له مخې، په بهرنیو هېوادونو کې د کار لپاره تلونکو کسانو کې ۱,۲۸۴ ډاکټران، ۲,۳۴۱ انجینران، ۴۸۷ نرسان او ۵۲,۶۵۲ موټریا ګاډي چلوونکي شامل دي. همدارنګه، ۱۷۲,۰۰۶ مزدوران هم د روزګار په موخه بهرنو هېوادونو ته تلي دي.

شمېرې ښایې په یاده موده کې تر ټولو زیات پاکستانیان سعودي عربستان ته تلی دي.

دشمېرو له مخې  روان کال تر مۍ پوري ۱۵۹,۱۴۴ پاکستانیان سعودي عربستان ته تللي دي ،۵۰,۵۷۴ پاکستانې وګړي متحده عربي اماراتو ته،۳۰,۳۱۲ کسان قطر ته،۸۶ کسان هانګ کانګ ته،۱,۲۳۴ کسان بریتانیا ته او۳۵۷ کسان امریکا ته د روزګار لپاره تلي دي.

دا شمېرې څرګندوي چې د خلیج هېوادونه لا هم د پاکستانیانو لپاره د کار تر ټولو لوی بازار بلل کېږي

په کراچۍ کې اقتصاد پوهه خبریال وکیل الرحمان وایې چې د پاکستان اقتصادي ستونزې، ګراني، د ابادۍ زیاتوالې، د روپۍ ارزښت کمېدل او د کارموندنې محدود فرصتونه د دې لوي علت دې.

وکیل الرحمان زیاتوي چې ډېر پوهه ځوانان په هېواد کې د مناسب معاش او دندې د نشتوالي له امله بهر هېوادونو ته په تلو مجبوره دي.

په کراچۍ کې اقتصاد پوهه جبران سرفراز بیا وایې، په خلیجي هېوادونو، اروپا او نورو هیوادونو کې معاشونه د پاکستان په پرتله څو برابره لوړ دي او یو ماهر کاریګر یا ډرایور کولې شي چې په سعودي عربستان یا اماراتو یا نورو هیوادونو کې د پاکستان په پرتله څو چنده ګټه ترلاسه کړي.

نوموړي په وینا سیاسي بې ‌ثباتي، امنیتي اندېښنې او د راتلونکي په اړه نامعلوم حالات هم د ځوانانو د وتلو وجه ده.

بلخوا په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستانیان هر کال هېواد ته اربونه ډالرې استوي دغه پیسې د پاکستان په اقتصاد او د زرمبادلې په ذخېره کې مهم رول لوبوي.

د پاکستان د دولتي بېنک (اسټیټ بېنک اف پاکستان) دریکارډ تر مخې په تېر مالي کال ۲۰۲۵م کې د بهر هیوادونو نه شاوخوا ۳۸.۳ اربه امریکایې ډالر په بهر هیوادونو کې مېشتو پاکستانیانو استولي دي او په روان ۲۰۲۶ کال کې د ۴۱ نه تر ۴۲ اربه ډالرو د راتلو هیله ده.

کارپوهان وایې چې د ماهره او تجربه کاره خلکو  یوه برخه بهر هېوادونو ته تلل د هېواد دننه د بې‌کارۍ فشار تر یوه حده راکموي خو ددې په هیواد منفي اغېزې او اندېښنې هم شته.

کارپوهان دا هم وایې د صحت، انجینرۍ او نورو تکنېکي برخو ماهرین بهر ته د تګ له امله په هېواد کې د مسلکي کسانو کمښت هم رامنځته کېږي،اود هېواد صنعتي او تولیدي څانګي له کاري  خلکو بې برخي شي.

د ۲۰۲۶م کال د لومړیو پنځو میاشتو شمېرې ښایې چې پاکستان لا هم د کاري مهاجرت له سترې څپې سره مخ دی، که څه هم دغه بهیر د بهرنیو پیسو یا زره مبادله په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، خو د تکنېکي او ماهرو ځوانانو خلکو وتل د هېواد د بشري پانګې لپاره یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.