ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو پر ضد د احتجاجي تحريک اعلان

د ملاکنډ ډويژن سوداګرو او صنعتي حلقو د فاټا او پاټا سيمو کې د ټېکسونو پر نافذېدو سختې اندېښنې څرګندې کړې او له حکومته يې غوښتي چې د سيمې ځانګړی آئيني او قانوني حيثيت دې وساتل شي او د ټېکسونو په اړه شوې پرېکړې دې له سره وڅېړل شي، ګنې دوی به احتجاجي تحريک پيل کړي.

دا غوښتنه د سوداګرو د اتحاديې مشر عبدالرحيم، جنرل سېکرټري ډاکټر خالد محمود، د سوات چېمبر آف کامرس مشر نورمحمد خان، وياند يوسف علي، د هوټل اېسوسي اېشن مشر زاهد خان او د نورو سوداګريزو تنظيمونو استازو د جون په ۱۶ سمه په سوات پرېس کلب مينګوره  کې د يوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړه.

د سوداګرو مشرانو وويل چې تېر کال د پراخو احتجاجونو، شټر ډاون هړتالونو او مظاهرو باوجود وفاقي حکومت په فاټا او پاټا سيمو کې سېلز ټېکس نافذ کړ چې له امله يې د ملاکنډ ډويژن پر صنعتونو لس سلنه سېلز ټېکس ولګېد. د دوی په وينا، دې اقدام د ځايي صنعتونو د توليدي لګښتونو کچه لوړه کړه چې له امله يې ګڼې وړې او لويې صنعتي فابريکې له ستونزو سره مخ شوې، ځينې وتړل شوې او زرګونه مزدوران بې روزګاره شول.

هغوی ادعا وکړه چې د روان مالي کال په بوديجه کې د سېلز ټېکس کچه نوره هم لوړه او ۱۲ سلنې ته رسول شوې ده، چې له امله به يې د سيمې صنعتونه او سوداګريزې چارې لا زياتې اغېزمنې شي.

د سوداګرو په خبره، که د انکم ټېکس معافيت هم ختم کړل شي، نو سوداګر، صنعتکاران، د خدماتو سکټور او عام مصرف کوونکي به له اضافي مالي بوج سره مخ شي او د ګرانۍ کچه به نوره هم لوړه شي.

هغوی له وفاقي حکومته، اړوندو ادارو او منتخب ولسي استازو غوښتنه وکړه چې د ملاکنډ ډويژن ځانګړي حالات او په تېرو کلونو کې د ترهګرۍ، طبيعي آفتونو او نورو بحرانونو له امله اوښتي زيانونه په پام کې ونيسي او د ټېکسونو د نافذولو پرېکړو ته بيا کتنه وکړي.

د سوداګرو مشرانو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې يې ونه منل شي، نو ډېر ژر به د راتلونکې تګلارې اعلان وکړي او د ټېکسونو پر ضد به احتجاجي تحريک پيل کړي. هغوی له رسنيو، سوداګرو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو هم وغوښتل چې د دې مسئلې په راپورته کولو کې خپل رول ولوبوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.