د خيبر پښتونخوا پولیسو په رسمي خبرپاڼه کې ويلې دي چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د چارسدې په شبقدر کې د عملياتو دوران درې، او په يو بله جلا پېښي کې د کوهاټ د شکردرې په سيمه کې د عملياتو دوران درې نور وسله وال وژلې دي۔
پوليسو د شبقدر په پېښه کې د وژل شوو وسله والو نومونه څرګند کړې دي او ويلې دي چې دغه وسله وال د هدفي وژنو په پېښو کې مطلوب وو۔ پوليسو دا هم ويلې دي چې د کوهاټ په پېښه کې د وژل شوو وسله والو د شناخت عمل روان دې۔
د خيبر پښتونخوا پوليسو د دواړو پېښو د وژل شوو وسله والو د مرګ نه پس عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو خپاره کړې دي۔
د ازادو سر چينو له لارې مشال ډيجيټل د يادو پېښو په تاييد او څرنګوالي کې نه دې بريالی شوی۔
د دې خبر تر برابرېدو کومې وسله والې ډلې هم د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلې۔