د امريکا او ايران تر منځ د تفاهم يادښت د لاسليک دستوره به د جمعې په ورځ د سوېټزرلېنډ په يو هوټل کې تر سره کېږي

د سوئټزرلېنډ د بهرنيو چارو وزارت د نهې (سې شنبې) په ورځ اعلان کړی چې د امريکې او ايران ترمنځ د تفاهم يادښت د لاسليک دستوره به د جمعې په ورځ د سوېټزرلينډ په مرکزي سيمه کښې د برګن‌سټاک هوټل  کې تر سره کېږي۔

وزارت ويلي چې دا دستوره به د لېک لوسرن په غاړه په يو لوکس هوټل کې ترسره کېږي۔ دا ځای ځکه منتخب شوی چې هلته سخت امنيت او محدود لاسرسی شونی دی۔ رپورټونه وايي چې دا ځای د منځګړو پاکستان او قطر په مشوره ټاکل شوی او امريکې او ايران دواړو پرې رضا مندي ښودلې ده۔

د سوېټزرلېنډ حکومت ويلي چې د دستورې نور تفصيلات به وروسته شريک کړي۔

برګن‌سټاک هوټل د سوئټزرلېنډ په نيدوالډن سيمه کښې دی او تر دې وړاندې هم د نړۍ د لويو غونډو کوربه پاتې شوی، لکه د ۲۰۲۴ کال د اوکراين امن کانفرنس چې پکې د اوکراين ولسمشر ګډون کړی وو۔

بل اړخ ته، د امريکې يو لوړپوړي چارواکي ويلي چې د دې معاهدې برېښنايي لاسليک د اتوار په ورځ د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ، نائب ولسمشر جې ډي وېنس او د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف کړی دی۔

د راپورونو ترمخه، د لاسليک اصلي دستوره کښې به جې ډي وېنس د امريکې او محمد باقر قاليباف به د ايران د پلاوي مشري کوي۔ ويل شوي چې د ټرمپ ځينې مهم سلاکاران هم به هلته موجود وي۔

ټرمپ چې د جي سيون غونډه کې خبريالانو ته ويلي چې کېدی شي دی خپله دستوره کښې ګډون ونه کړي او د امريکې استازولي به جې ډي وېنس کوي۔

ټرمپ دا هم ويلي چې د دې تفاهم يادښت اصل متن به د رسمي لاسليک نه پس خلکو ته ښکاره کړی شي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.