د ۲۰۲۶ فېفا ورلډ کپ په خپل لومړي مېچ کښې ناروې د عراق لوبډلې ته په ۴-۱ سره ماتې ورکړه او ټورنامنټ يې په زبردست انداز شروع کړ۔
د ناروې مشهور فارورډ او د مانچسټر سټي لوبغاړي اېرلينګ هالينډ، چې دا يې د ورلډ کپ اول مېچ وو، دوه ګولونه وکړل او د خپلې لوبډلې بريا کښې يې مهم کردار ادا کړ۔ ناروې ۲۸ کاله پس يو ځل بيا ورلډ کپ ته رسېدلې ده۔
هالينډ د لوبې په ۲۹مه منټ کې د خپل ټيم لپاره اول ګول وکړ، چې ورسره د ناروې مينهوال ډېر خوشحاله شول۔
خو عراق هم ښه مقابله وکړه او د ناروې د ګول نهه منټه پس ايمن حسين په سر (هيډر) سره ګول وکړ او مېچ يې برابر کړو۔
د لومړۍ نيمې ختمېدو نه لږ وړاندې، د عراق د دفاع د غلطۍ نه هالينډ فايده واخيسته، او دويم ګول يې هم وکړ۔
دويمه نيمه کښې ناروې نوره هم ښه لوبه وړاندې کړه او په ۷۶مه منټه کې ليو اوسټيګارډ د مارټن اوډيګارډ پر کارنر درېيم ګول وکړ۔
د لوبې په اخره شېبو کې د عراق لوبغاړي ايمن حسين په غلطۍ سره په خپل ځان ګول (اون ګول) وکړ، چې ورسره مېچ ۴-۱ ختم شو۔
د دې بريا سره ناروې د ګروپ په سياليو کې مضبوطه شروع وکړه، او اوس به د خپل راتلونکي سخت مېچ لپاره د فرانس خلاف تياری نيسي۔
بل طرف ته، عراق چې د خپل تاريخ دويم ځل ورلډ کپ ته رسېدلی او ۱۹۸۶ نه پس اول ځل يې ګډون کړی، اوس به کوشش کوي چې په راتلونکو مېچونو کښې بېرته ښه کارکردګي وښيي۔