د امريکې قانون نافذوونکو ادارو د نهې (سې شنبې) په ورځ ويلي چې دوی د سپينې ماڼۍ (وايټ هاوس) سره کې د يوې حملې منصوبه ناکامه کړې ده۔ دا حمله هغه وخت پلان شوې وه چې د مارشل آرټ يوه لويه مقابله روانه وه او ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پکې موجود وو۔
د اېف بي ايي مشر کېش پټېل ويلي چې څو کسان نيول شوي او د حملې پلان يې د عملي کېدو نه وړاندې ناکامه کړی دی۔
د امريکې د انصاف وزارت ترمخه، پنځه کسانو باندې مقدمې درج شوې دي۔ رپورټ وايي چې دغو کسانو پلان لرلو چې په چاودېدونکو موادو سمبال ډرونونه د غونډې پر سر والوزوي، بيا چې خلک تښتېدل نو سنائپر (نښه ويشتونکي) به په مهمو کسانو ډزې کولې۔
په نيول شوو کسانو کښې يو ۱۹ کلن ټائسن پراپر هم شامل دی، چې د جون په ۱۰مه نېټه اوهايو کښې نيول شوی وو۔ پوليسو ته د هغه مور خبر ورکړی وو چې زوی يې د انټرنېټ د لارې د يوې سختدريځه ډلې سره رابطه لري۔
د چارواکو په وينا، هغه په خپل کور کښې وسلې، زرګونه کارتوسونه او پوځي سامان جمع کړی وو، او د امريکې د کانګرس ځينې غړي يې هم د ممکنه هدفونو په توګه ياد کړي وو۔
عدالتي کاغذونه وايي چې دا کسان د حکومت خلاف سازشي نظرياتو نه اغېزمن وو او د جيفري اېپسټين د مقدمې د فايلونو په معامله هم غصه وو۔
يو تن نيول شوي کس داسې سياستوالو ته د زيان رسولو خبره کړې وه، چا چې د اسرائيل پلوه ډلو نه د انتخابي مهم لپاره چندې اخيستې وې۔
د اتوار په ورځ ټرمپ د زرګونو خلکو سره د سپينې ماڼۍ په يوه ځانګړې UFC غونډه کښې ګډون کړی وو، چرته چې د “دي کلا” په نوم عارضي مېدان جوړ شوی وو۔
وايټ هاوس سخت امنيت لري، چې پکې کمرې، باړونه، چيک پوسټونه، د هوايي حملو ضد نظام، سنائپرز او تيار امنيتي ځواک شامل دي۔
د امريکې نائب ولسمشر جې ډي وېنس هم ويلي چې دا يو “منظم ترهګريز پلان” وو او د حملې کچه ډېره غټه ښکارېدله۔
بل خوا، ټرمپ ويلي چې هغه د دې حملې د پلان په اړه نه وو خبر شوی۔
په امريکه کښې سياسي تاوتريخوالی زياتېدو باندې بحث روان دی، ځينې خلک ټرمپ مخالفين او ميډيا ملامتوي، او مخالفين بيا وايي چې د ټرمپ سختې سياسي خبرې هم د تاوتريخوالي سبب ګرځي۔