د مردان پولیس وایې، د خواجه ګنج بازار محله کې د سیکانو د مذهبي ځایې/ګوردوارې دننه د جون په اولسمه نامعلومه وسله والو د سیک مذهب سره تړاو لرونکې ښځه او خاوند وژلي.
د مردان د پولیسو مشر (ډي پي او) مسعود احمد میډیا سره خبرو کې وېلي، پولیسو د پیښې ځایې نه شواهد راټول کړي، او هر اړخیزه پلټنې یې پېل کړي، چې پولیس ملزمانو ته ورسي او ګرفتاره یې کړي.
د مردان ریجن پولیسو په خپل فیس بک پاڼه هم د دغه پیښې خبر کې زیاته کړې چې په دغه سیمه کې لټون روان دې او دویې کوشش کوي چې ملزمان معلوم کړي.
د پولیسو د خبر سره سم، دواړه ښځه او خاوند د ګوردوارې خادمان وو،
تر دی وخته یې د وژنې وجوهات نه دي معلوم شوي.