د خيبرپښتونخوا پوليسو په کوهاټ او شبقدر کې د شپږو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده

د خيبر پښتونخوا پولیسو په رسمي خبرپاڼه کې ويلې دي چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د چارسدې په شبقدر کې د عملياتو دوران درې، او په يو بله جلا پېښي کې د کوهاټ د شکردرې په سيمه کې د عملياتو دوران درې نور وسله وال وژلې دي۔

پوليسو د شبقدر په پېښه کې د وژل شوو وسله والو نومونه څرګند کړې دي او ويلې دي چې دغه وسله وال د هدفي وژنو په پېښو کې مطلوب وو۔ پوليسو دا هم ويلې دي چې د کوهاټ په پېښه کې د وژل شوو وسله والو د شناخت عمل روان دې۔

د خيبر پښتونخوا پوليسو د دواړو پېښو د وژل شوو وسله والو د مرګ نه پس عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو خپاره کړې دي۔

د ازادو سر چينو له لارې مشال ډيجيټل د يادو پېښو په تاييد او څرنګوالي کې نه دې بريالی شوی۔

د دې خبر تر برابرېدو کومې وسله والې ډلې هم د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلې۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.