امنيتي ادارې د کراچۍ په عملياتو کې د پنځو وسله والو د نیولو ادعا کوي

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) لخوا خپور شوي بیان کې ادعا شوې ده چې امنیتي ادارو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ښار په دوو سیمو کې ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د دوو ناقانونه وسله والو ډلو اړوند پنځه کسان نیولي دي ۔

د چارواکو د وينا ترمخه، په نیول شویو کسانو کې درې تنه د ناقانونه وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن آرمي (بی ایل اې) او دوه تنه د بلوڅ لیبریشن فرنټ ایف په نوم ډلې پورې تړاو لري ۔

د سي ټي ډي په وینا دبي ایل اې د نیول شویو کسانو پېژندنه د عمران، ظہیر او ریاض په نومونو شوې ده ۔  دوی د خپلې ډلي  یو مشر عبدالرحمن په لارښوونه د کراچۍ د ګڼو حساسو ځایونو او امنیتي ځایونوڅارنه (ریکي) ترسره کړې وه ۔

چارواکي وايي چې نیول شوي وسله وال ظہیر په ۲۰۲۴ کال کې د بلوچستان د ګشکور سیمې د ساجدي بازار په چاودنه کې لاس درلود، چې له امله یې د سرحدي ځواکونو  ایف سي  یو شمېر سرتېري ټپیان شوي وو ۔

دوی تور لګوي چې نوموړي د بي ایل اې په نوم له سوداګرو او ځايي خلکو څخه د باج اخیستلو فعالیتونه هم ترسره کول ۔

پلټنې ښايي چې یاد کسان په کراچۍ کې د خپلو نورو ملګرو د راتګ په تمه وو، چې په حساسو هدفونو د وسله وال بریدونو پلان عملي کړي ۔

بل لور ته، د بلوڅ لیبریشن فرنټ ډلې دوه نیول شوي غړي حجت الله او حبیب نومېږي ۔ چارواکي وایي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د یادې ډلې په یوه روزنیز کيمپ کې روزنه ترلاسه کړې وه ۔

د تحقیقاتو تر مخه، یاد کسان د خپل یو مشر هدایت الله په لارښودنه کراچۍ ته راغلي وو، د قانون پلي کوونکو ادارو د دفترونو او مهمو مرکزونو څارنه يې بشپړه کړې وه او ترلاسه شوي معلومات یې خپل مشرانو ته استولي وو ۔

د عملیاتو پر مهال له نیول شوو کسانو څخه پنځه تومانچې، ګڼ شمېر مرمۍ ، نوره وسله او موبایل ټيليفونونه هم ترلاسه شوي دي ۔

چارواکي وايي چې د ټولو نیول شویو کسانو پر ضد د کراچۍ په سي ټي ډي پولیسو مرکز کې جلا جلا مقدمې ثبت شوې دي ۔

امنیتي ادارو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد عملیات به دوام ولري او د هېواد د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره به هر ډول ګواښونو ته په کلکه ځواب ورکول کېږي ۔

تر اوسه بي ایل اې یا کومې بلي وسله والي ډلي په کراچۍ کې د دې کسانو دنیولو په اړه څه نه دي ویلي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.