د خېبر ټرانسپورټران وایي په افغانستان کې بند پاتې ټرکونه دې ورته ستنه کړی شي

پاکستاني ټرانسپورټرانو په افغانستان کې د تېرو نهو مياشتو راهيسې د بند پاتې سلګونو پاکستاني ټرکونو د نه ستنېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری يې ورکړی چې که ستونزه تر حل نه شوه نو احتجاج به پېل کړي.

د خيبر ضلعې زسنیو مرکز یا پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ټرانسپورټرانو مشرانو رحمان زېب اپريدي، بلاول اپريدي او همايون شېنواري وويل چې تېره اوونۍ د پېښور کمشنر رياض محسود په مشرۍ کې د کمشنر په دفتر کې يوه جرګه شوې وه چې پکې د افغانستان قونسلګرۍ استازو او د دواړو هېوادونو اړوندو چارواکو ګډون کړی و.

د دوی په وينا، په جرګه کې پرېکړه شوې وه چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونه به د جون له ۱۱مې نېټې څخه د تورخم له لارې هېواد ته د ستنېدو اجازه ترلاسه کړي. تر دې پرېکړې وروسته ټرانسپورټرانو د دواړو هېوادونو له چارواکو مننه کړې وه او هيله يې څرګنده کړې وه چې دا اوږده ستونزه به هواره شي.

خو ټرانسپورټران وايي چې له ټاکل شوې نېټې تېرېدو باوجود تر اوسه يو ټرک ته هم پاکستان ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ټرانسپورټرانو مشرانو وويل چې د خېبر ضلعې له ۶۰۰ زيات ټرکونه له تېرو نهو مياشتو راهيسې په افغانستان کې بند پاتې دي چې له امله يې د ګاډو مالکانو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

هغوی زياته کړه چې دغه ټرکونه د ډېرو کورنيو د عايد يوازينۍ ذریعه ده او د اوږدې مودې لپاره د کاروبار درېدلو ګڼې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

دوی له افغان حکومت وغوښتل چې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته ژر تر ژره د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي. ټرانسپورټرانو خبرداری ورکړ چې که ستونزه حل نه شوه نو خپل احتجاج به پراخ کړي او د پاک افغان لويې لارې پر سر به د افغان کډوالو د لېږدونکو موټرو تګ راتګ هم وځنډوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.