د بنو د ممه خېل سيمې دوو اوسېدونکو په یوه خبري غونډه کې له خپلو لاپته خپلوانو څخه د بېلتون اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دوی کورنۍ له هر ډول ناقانونه او د دولت ضد فعالیتونو سره هېڅ تړاو نه لري ۔
خبري غونډې ته د وينا په مهال اختر علي خان وویل چې زوی یې جاوېد، او بل اوسېدونکي زبیر وویل چې وراره یې عبدالله له تېرو اتو میاشتو راهیسې ورک دي او په دې موده کې یې ورسره هېڅ ډول اړیکه نه ده نيولې ۔ د دوی په وینا، د دواړو کسانو د ورکېدو په اړه اړوند تاڼو ته هم خبر ورکړل شوی دی ۔
دواړو کورنیو ټینګار وکړ، که چېرې د جاوېد او عبدالله خلاف د دولت ضد یا نورو ناقانونه فعالیتونو تورونه ثابت شي، نو دوی له هغوی څخه بشپړ بېلتون اعلانوي او د داسې کړنو ملاتړ نه کوي ۔
دوی زیاته کړه چې دواړه کورنۍ مزدوري او سوداګري کوي او له پولیسو، امن کمېټو، ځايي مشرانو او حکومتي ادارو سره به بشپړه همکاري کوي ۔ دوی غوښتنه وکړه چې کورنۍ یې د شکونو او بېبنسټه تورونو له امله ونه ځورول شي ۔
په وروستیو میاشتو کې د بنو او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ شوی او د ناامنۍ، هدفي بریدونو او وسلهوالو فعالیتونو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي ۔ د امنیتي فشارونو او پلټنو له زیاتېدو سره، په ځینو سیمو کې د هغو کسانو کورنۍ چې غړي یې ورک وي یا د مشکوکو فعالیتونو په تور نومول کېږي، د عامه جرګو او خبري غونډو له لارې له هغوی څخه د بېلتون اعلان کوي او امنیتي ادارو ته د همکارۍ ډاډ ورکوي ۔ ځايي مشران وایي، دا ډول څرګندونې د کورنیو د دریځ د روښانه کولو او د هر ډول غلط فهمۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، خو د لاپته کسانو د برخلیک او د هغوی پر ضد د تورونو د حقیقت معلومول د اړوندو ادارو مسؤلیت دی