د پاکستان وفاقي حکومت واړه دوکانداران او تاجران د ماليې (ټيکس) په نظام کې شاملولو د پاره نوی “فکسډ ټيکس اسانه سکيم” اعلان کړی دی ۔
د دې سکيم لاندې به هغه دوکانداران ، چې کلنی خرڅ يې تر ۲۰ کروړه روپو پورې وي، د خپلې ټولې ټولې ګټې يو فيصدي ټيکس ورکوي ۔
د خزانې وزير محمد اورنګزيب او د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني د جون په ۱۲مه نيټه د رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې دا سکيم د سوداګرو د تنظيمونو سره د مشورو وروسته راوړل شوی دی چي ورسره به د ټيکس نظام ساده شي او خلک به په اسانې سره د ټيکس ورکولو جوګه شي ۔
چارواکي وايي چې دوکانداران به د يو ډېر ساده يو مخيز فارم له لارې ځان رجسټرډ (ثبت) کړي، دا فارم به په اردو او نورو سيمه ييزو ژبو کې هم وي او د دي تر څنګ دکاندار د موبايل ټيليفون د لاري هم ټولې اسانتياوې تر لاسه کولی شي ۔
په دې سکيم کې شامل دوکاندارانو ته به د فيډرل بورډ اف ريونيو (ايف بي آر) لخوا يوه ځانګړې تختۍ (پلېټ) ورکول کيړي چې پکې به کيو ار کوډ وي ۔ که دا تختۍ د دوکان مخې ته لګېدلې وي، نو د ټيکس چارواکي به بې له ضرورته دوکان ته نه ننوزي ۔
د خزانې وزارت وايي چې ورکړل شوی ټيکس به د مخکې نه ورکړل شوي ود هولډنګ ټيکس سره جمع (ايډجسټ) کېدای شي، خو شرط دا دی چې د فارم جمع کولو پر وخت لږ تر لږه ۲۵۰۰۰ روپۍ جمع شي ۔ په سکيم کې شامل دوکانداران به د پي او ايس سسټم او معمولي آډټ نه هم خلاص وي ۔
چارواکي وايي چې شاوخوا ۳۵۰۰۰۰۰ دوکانداران به له دې سکيم څخه ګټه واخلي، خو لوی کاروبارونه به پکې شامل نه وي ۔ که څوک نه په دی سکيم کې شامل شي او نه په عام ټيکس نظام کې، نو جرمانه به پرې لګول کېږي ۔
د مردان يو دوکاندارظهير خان مشال ډيجيټل ته وويل چې دا سکيم که رښتيا هم ساده وي نو تاجرانو ته به ډېره اسانتيا راوړي، ځکه چې مخکې ټيکس ورکول ډېر مشکل وو ۔
هغه زياته کړه:
“زما دکان د مياشتي له ۴۰۰۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰۰۰ روپو پورې ګټه کوي او نور سامانونه ورسره هم خرڅوم ۔ زه اين ټي اين نمبر لرم خو بيا هم هر کال په مختلفو ټيکسونو کې ډيري پيسې رانه ځي”
په مردان کې يو بل دکاندار نعمت الله مشال ډيجيټل ته وويل چي يو فيصد ټيکس زيات نه دی، خو که کاروبار کم وي بيا هم ټيکس ورکول اسان نه وي بايد حکومت له هغه دکاندارانو ټيکس واخلي چې د لکونو روپو کاروبار کوي ۔
هغه د خپل کاروبار په اړه وويل:
“زه په کلي کې دکانداري کوم چې ګټه يي ډيره کمه ده ۔ که زه هم هره مياشت هغه ټيکس ورکوم چي يو غټ دکاندار يې ورکوي نو بيا دا فيصله سمه نه ده ۔ حکومت بايد دا هم يقيني کړي چې مونږ ته بيا بيا د چارواکو له خوا تکليف را نکړي”
په اسلام اباد کښي اقتصاد پوه انعام الله خان مشال ډيجيټل ته وويل چې دا سکيم کولای شي چې د ټيکس نظام ساده کړي او د ټيکس ورکوونکو شمېر زيات کړي، خو که د دوکاندارانو حالت ته پوره پام ونه شي، نو دا به د وړو کاروبارونو لپاره ستونزې هم جوړې کړي ۔
د حکومت دا نوی ګام د ټيکس نظام ښه کولو لپاره مهم بلل کېږي، خو د دې بريا به په دې پورې اړه ولري چې تاجران پرې څومره باور کوي او حکومت يې څنګه عملي کوي۔