: د بنو په ناله کاشو سیمه کې د څلور وژل شویو کسانو مړي موندل شوي چې پېژندنه یې نه ده شوې ۔
د پيښې له امله په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې ۔
د کاشو پل پولیسو د وينا تر مخه ، ځايي اوسېدونکو په یوه شاړه سیمه کې د مړو د موجودیت خبر ورکړ، چې وروسته پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې ۔
پولیس وایي، د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی او د مرګ د لاملونو په اړه هم څه نه دي ویل شوي ۔ مړي د قانوني چارو، پوسټمارټم او پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي ۔
بنو او شاوخوا سیمې له تېرو څو کلونو راهیسې د امنیتي پېښو له امله له ننګونو سره مخ دي ۔ په دې وروستیو کې په سیمه کې هدفي بریدونه، د تاوتریخوالي پېښې او امنیتي ګواښونه زیات شوي، چې له امله یې ځايي اوسېدونکي د خپلې راتلونکې او خوندیتوب په اړه اندېښمن دي ۔
د سیمې مشرانو او مدني فعالانو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د یادې پېښې هر اړخیزې او شفافې پلټنې وکړي، د وژل شویو کسانو هویت معلوم کړي او د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري ۔
د ځايي خلکو په وينا ، په ياده سيمه کې هره ورځ وسله وال ليدل کيږي چې وخت په وخت ې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو هم خپريږي ۔ ځايي خلکو بيا بيا د ناامنۍ خلاف احتجاجونه او پاڅونونه کړي او حکومت او پوځ نه د امنيت ټينګښت غوښتنې تکرارېږي
د لکي مروت په بېلابېلو سيمو کې هم د وسلهوالو له لوري د بريدونو راپورونه ورکړل شوي
د معلوماتو تر مخه، د شادي خېل تاڼې په حدودو کې پر پوځي کيمپ د کوادکاپټر ډرون بريد شوی، چې له امله يې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي ۔
همدارنګه، د شېري خېل په نږدې سيمه کې د ګازو نلليکه د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوې ده ۔
بلخوا د لکي ښار د مچن خېل اډه چوک کې د سېف سټي کمرې لپاره نصب شوی ستن د چاودېدونکو توکو په وسیله په نخښه شوی، چې له امله يې ستن او دوو نږدې دوکانونو ته زيان اوښتی دی ۔
امنیتي ادارو د پېښو پلټنې او په اړوندو سيمو کې د لټون عمليات پيل کړي دي ۔