په خوست کې ۱۲۰ ځوانان د فریلانسینګ (پر لیکه کاروبار)، امازون او ویب ډیوولپمنټ په برخو کې خپلې درې نیم میاشتنۍ زده کړې بشپړې او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل۔
یاد پروګرام چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې د ځوانانو لپاره په وړیا ډول جوړ شوی وو، ګډونوال ځوانان وايي، په یادو برخو يې لازم مهارتونه ترلاسه کړي او اوس کولی شي، په دې برخه کې عملي کاروبار پیل کړي۔
د جون پر ۱۵مه د فراغت مراسمو ته د ځوانانو چارو مشر محمداسحاق عمري په خپلو خبرو کې وویل، دغو ځوانانو د درې نیمو میاشتو په موده کې د عصري ټکنالوژۍ او ډیجیټلي کاري فرصتونو اړوند مهم مهارتونه ترلاسه کړي دي۔بلکې په خوا کې يې د محتوا تولید، ډیجیټلي فعالیتونو او آنلاین کاروبارونو ته هم مخه کړې، تر څو د ځان لپاره د عاید سرچینې پیدا کړي او په دې سره خپل اقتصاد په پښو ودروي۔
په ورته توګه د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمد صابر صابري د علم، پوهې او ټکنالوژۍ پر ارزښت خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل چې د مهارتونو حاصلولو او د عصري علومو زده کړې ته لومړیتوب ورکړي او د هېواد د بیا رغونې لپاره خپل علمي ظرفیتونه لوړ کړي۔
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د پرمختګ هیلې د ځوان نسل په پوهې او وړتیاوو په لوړولو پورې تړلې دي۔
بل لور ته، فارغو شوو زده کوونکو هم د یادې روزنیزې برنامې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او پر لیکه کاروبار يې د اوس وخت د مهمې اړتیا په توګه یاد کړل۔

یو تن زده کوونکي نواب خان روښان وویل چې د زده کړو په موده کې یې د فریلانسینګ، امازون او ویب ډیولپمنټ په برخو کې ارزښتناک مهارتونه ترلاسه کړل او دوی هڅه کوي، چې په راتلونکې کې لا ډېر وخت په دغو برخو کې د خپلو مهارتونو لوړولو ته ځانګړی کړي۔
یو بل زده کوونکي ساحل جان حساس بیا وویل، ډیجیټلي مهارتونه د بېکارۍ د ستونزې د له منځه وړلو یوه اغېزمنه حل لاره بلل کیدلی شي۔
د ده په وینا، د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې زرګونه ځوانان د انلاین او ډیجیټلي کارونو له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي او افغان ځوانان هم دا وړیتا لري، چې له دې فرصتونو ګټه واخلي۔
یاده دې وي، د خوست د ځوانانو چارو امریت داسې مهال لسګونو ځوانانو ته د فریلانسینګ يا پر ليکه کاروبار، امازون، ویب ډیولپمنټ او نورو عصري برخو اړوند د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره کړې، چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر ځوانانو تل رسنیو سره په خبرو کې تل د بې کارۍ ستونزه یاده کړې ده۔