د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایې چې د امریکا او ایران ترمنځه لوظنامه لاسلیک شوه.
د نړۍ غټو او ګڼو رسنیو لیکلي، ډونلډ ټرمپ دغه خبرې د فرانس د ولسمشر ایمانویل میکخوان سره د لیدنې په مهال کړي.
ډونلډ ټرمپ دا خبرې له هغې وروستو کړي چې د امریکا حکومت اعلان کړه چې په لوظنامه د دواړو غاړو دستخطونه شوي.
د رسنیو د خبرونو ترمخه، په لوظنامه د امریکا او ایران واکدارانو دستخطونه کړي، خو دا یې نه دي ویلي چی دغه لوظنامه په کومو شرطونو شوې ده.
د لوظنامې د لاسلیک کیدو وروستو د ایران لخوا د مزاکراتي ډلې مشر او د دغه هیواد د اسمبلۍ سپیکر محمد باقر قالیباف هم د جون په ۱۵مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغه خلک چې دا قوم/ایران او د وګړیو ژوند یې په خطره کې اچول غوښتل، د ایران زړه ورو پوځونه د دې جوګه شو، چې ایران له یې بریا راوړه.
د جون په پنځلسمه ناوخته د اسرایلو وزیراعظم/لومړي وزیر نیتن یاهو ویلي چې هغه اسرائیل د مکملې بربادۍ نه خوندي کړو، خو جنګ لا هم نه دې ختم شوې.
د یروشلم پوسټ په نوم اسرائیلي ورځپاڼې خپل خبر کې د نیتن یاهو د خلې لیکلي، اسرائیلو ته د امریکا او ایران تر منځه د لوظنامې د شرطونو هیڅ معلومات نشته.
د لوظنامې د لاسلیک کیدو نه وروستو د ایران د خارجه چارو وزیر اسماعیل بقایي د جون په ۱۵مه ناوخته ویلي، ایران او عمان به په ابناېې هرمز (د هرمز تنګي) تېرېدونکو جهازونو د خوندي مزل یقیني کولو د پاره ضروري ګامونه پورته کړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس امریکایي رسنۍ سې این بې سي سره خبرو کې وېلي چې لوظنامه لا هم بشپړه شوې نه ده، خو امریکا تمه لري چې هرمز تنګې دې د اوږدې مودې د پاره بغیر د خنډ نه کهلاو وي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د جون په ۱۵مه د قامی اسمبلۍ غونډې ته د وینا په مهال ویلي چی د جمعې په ورځ به جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځه د سولې په لوظنامه دستخط د پاکستان په کوربه توب کې کیږي.