د دره ادم خېل په ټنډي کلي زرغون خېل سیمه کې د جون پر ۱۸مه د طوفان او سيلۍ له امله د یوه کور دیوال ونړېد، چې له وجې یې دوه ماشومانې جينکۍ تر ملبې لاندې شوې او مړې شوې دي
د سیمې د ځايي خلکو په وینا، د تیزې سیلۍ له کبله د کور دیوال ناڅاپه راپرېوت. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د سیمې خلکو په خپله مرسته د ژغورنې هڅې پیل کړې او هڅه یې وکړه چې ماشومانې له ملبې راوباسي، خو دویې ونه توانېدل چې دغه ماشومانې ژوندۍ وباسي، او د دیوال ملبې تر اخوا کېدو دواړه ماشومانې مړې شوې وې.
د مړو شویو ماشومانو عمرونه شاوخوا ۴ او ۵ کاله ښودل شوي دي د مرستندويه ډلې وياند جواد اپريدي يې په اړه مشال ډېجيټل سره د خبرو پر مهال د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د رېسکيو ۱۱۲۲ ډلې ور رسيدو نه وړاندې ځايي خلکو د دواړو جسدونه د ملبې نه را ايستلي وو.