حکومت پر وارداتي موټرو د فېډرل ایکسایز ډیوټي لګولو پرېکړه کړې ده

د پاکستان وفاقي حکومت د کال 2026-27 په بجټ کښې پرېکړه کړې ده چې د بهر نه راوړل شوو (وارداتي) موټرو باندي به فېډرل ایکسایز ډیوټي ولګوي.

د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب د بجټ وړاندې کولو په وخت په خپله وينا کې وویل چې له 2 زره تر 3 زره سي سي پورې اېس یو وي موټرو باندې به هم فېډرل ایکسایز ډیوټي لګول کېږي.

هغه زیاته کړه چې له 3 زره سي سي نه لوړو موټرو باندې به دا ډیوټي نوره هم زیاته شي. همدارنګه، پر هغو برقي (الیکټرک) موټرو چې بیه یې له 2 کروړه روپیو زیاته وي، هم د فېډرل ایکسایز ډیوټي لګولو وړاندیز شوی

وزیر خزانه وویل چې نوې آټو پالېسي د وزیراعظم له خوا جوړې شوې کمېټې تر پام لاندې ده۔

د پاکستان وفاقي حکومت د 2026-27 مالي کال لپاره شاوخوا 18.9 ټریلین روپیو بجټ وړاندې کړی دی
په بجټ کې دا هم اعلان شوی چې بهر ته د بزنس کلاس په سفر باندې لګول شوې فېډرل ایکسایز ډیوټي ختمه کړل شوې ده، چې دا به مسافرو ته اسانتیا ورکړي۔

د خزانې وزیر وویل چې پر برقي موټرسایکلو، رکشو او بسونو باندې به اوسنی رعایتي نظام همداسې وي، او پر وارداتي برقي ټرکونو به د یو فیصده سېلز ټیکس اسانتیا ورکول کېږي۔

حکومت وایي چې دا بدلونونه د اقتصاد د ښه کولو او د ټېکس نظام د سمولو لپاره راوستل شوي دي۔

وفاقی حکومت پہ بجټ کښې دا پرېکړه هم کړې چې هغه کاروباري کسان چې له بهر نه خام مال راوړي او بيا يې په پاکستان کې خرڅوي، پر هغوی به 3 فيصده ټيکس ولګول شي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.