په خوست کې د شونډو چاود لرونکو ته وړیا عملیات کیږي

په خوست کې ۲۵۰ د شونډو او په تالو کې چاود لرونکو ماشومانو د درملنې په موخه د جراحي عملیاتو پروګرام پیل شوی، چې دوې اونۍ دوام پیدا کوي۔

د یادو ماشومانو په درملنه له شلو تر پنځوس زره افغانیو پورې لګښت راځي، چې کورنیو يې د اقتصادي کمزورتیا له کبله په خپلو شخصي امکاناتو درملنه نشوای کولی۔
روغتیاپال د دغې ناروغیو د رامنځته کېدو مهم لاملونه وراثتي عوامل، د امیندوارۍ پر مهال د فولیک اسید کمښت او د ډاکټر له مشورې پرته د ځینو درملو کارول یادوي۔
یاد پروګرام د استقلال روغتون د پلاستیکي جراحی د ډاکټرانو د اته کسیز ټیم لخوا پیل شوی، چې مشري يې له ترکیې څخه یو راغلی افغان ډاکټر عبدالغفور غیور پر غاړه لري۔


د جون پر ۱۶مه د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر شېراګل ځدراڼ مشال ډیجيټل ته وویل، د دوی د مالوماتو له مخې په خوست کې شاوخوا ۵۰۰ تنه د شونډو او تالو چاود ناروغۍ سره مخ دي، چې نشي کولی په خپلو شخصي امکاناتو د دې بیماری درملنه وکړي۔
نوموړي زیاته کړه:(( موږ د وزارت مقام او د روغتیا په برخه کې له ګڼو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې یو، تر څو د پاتې ناروغانو او نویو پېښو د درملنې لپاره هم ورته طبي ټیمونه ولایت ته راوبولو.))
د پلاستیکي جراحۍ د ټیم مشر او روزونکي متخصص ډاکټر عبدالغفار غیور وايي، هغه ناروغان چې مخکې ثبت شوي او د جراحي عملیاتو لپاره د عمر مطابق وزن او نور روغتيايي شرايط پوره کوي، په وړیا ډول به تر درملنې لاندې ونیول شي۔
هغه ټینګار وکړ چې میندې باید له امیندوارۍ وړاندې او د امیندوارۍ پر مهال د فولیک اسید کارولو ته پاملرنه وکړي او له طبي مشورې پرته د درملو له استعمال ډډه وکړي، تر څو د دې او نورو مورزادي ناروغیو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي۔
بل لور ته، ناروغ لرونکي د درملنې له بهیره خوښي څرګندوي او وايي، نه يې پخوا د دې جراحي عملیاتو ترسره کیدو مالي توان لاره او نه د دې عملیاتونو په شان يې مثبته پایله درلوده۔
یو تن ناروغ لرونکی فریدالله وايي، ماشوم یې د دې ناروغۍ له امله د خوړو او خبرو پر وخت او بیا په بیدیا کې له ټولنیزو ستونزو سره مخ دی۔
نوموړی زیاته کړه: ((مخکې مو په کابل او پېښور کې د زرګونو افغانیو په لګښت عملیات ترسره کړي، خو نتیجه يې سهي نه وه او اوس مو خدای ته هیله، چې په دې مفت پروګرام کې به دا ستونزه هواره شي.))
د طبي ټیم مسوولین وایي، د دې ناروغۍ د جراحي درملنې لګښت په عادي ډول له ۲۰ زره افغانیو څخه زیات وي، چې ډېری کورنۍ یې د پرې کولو توان نه لري۔
روغتیاپالان څرګندوي چې د شونډو او تالو چاود یوه مورزادي ناروغي ده او ماشوم ورسره د زیږون پر مهال مخامخیږي۔
د متخصصینو په وینا، د دې ناروغۍ اساسي او اغېزمنه درملنه جراحي عملیات دي چې د ناروغ د وینا، تغذیې او ټولنیز ژوند په ښه والي کې مهم رول لري۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.