نړیوال بازار کې د خام تېلو بیې راټيټې شوې دي

د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو وروسته، په نړیواله منډۍ کې د خام تېلو د بیو د کمېدو لړۍ دوام لري.

دنړیوال بازار په کچه د برتانوي خام تېلو بیه 3.20 ډالره راکمه شوې ده، چې ورسره یې د یو بېرل تېلو بیه 79 ډالرو ته رسېدلې ده.

هم دغه رنګ د امریکايي خام تېلو بیه هم 2.86 ډالره کمه شوې ده، او اوس د یو بیرل بیه 77 ډالره ده خو د متحده عرب اماراتو مربن خام تېلو بیه د 72 ډالرو په کچه موجود دي.

ياده دي وي چي د ايران امريکې او اسرائيل تر منڅ د جګړې له عمله د خام تېلو بیې لوړې شوې وې او په هغه وخت کې د برتانوي یو بېرل خام تېلو بیه تر 85 ډالرو پورې رسېدلې وه، او ځینې وختونه تر دې هم لوړه شوې وه. او د امریکايي خام تېلو د یو بېرل بیه 82 ډالرو ته رسېدلې وه،

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.