ناروې عراق ته د فيفا نړيوال جام په سيالۍ کې په ۴۔۱ ماتې ورکړه

د ۲۰۲۶ فېفا ورلډ کپ په خپل لومړي مېچ کښې ناروې د عراق لوبډلې ته په ۴-۱ سره ماتې ورکړه او ټورنامنټ يې په زبردست انداز شروع کړ۔

د ناروې مشهور فارورډ او د مانچسټر سټي لوبغاړي اېرلينګ هالينډ، چې دا يې د ورلډ کپ اول مېچ وو، دوه ګولونه وکړل او د خپلې لوبډلې بريا کښې يې مهم کردار ادا کړ۔ ناروې ۲۸ کاله پس يو ځل بيا ورلډ کپ ته رسېدلې ده۔

هالينډ د لوبې په ۲۹مه منټ کې د خپل ټيم لپاره اول ګول وکړ، چې ورسره د ناروې مينه‌وال ډېر خوشحاله شول۔

خو عراق هم ښه مقابله وکړه او د ناروې د ګول نهه منټه پس ايمن حسين په سر (هيډر) سره ګول وکړ او مېچ يې برابر کړو۔

د لومړۍ نيمې ختمېدو نه لږ وړاندې، د عراق د دفاع د غلطۍ نه هالينډ فايده واخيسته، او دويم ګول يې هم وکړ۔

دويمه نيمه کښې ناروې نوره هم ښه لوبه وړاندې کړه او په ۷۶مه منټه کې ليو اوسټيګارډ د مارټن اوډيګارډ پر کارنر درېيم ګول وکړ۔

د لوبې په اخره شېبو کې د عراق لوبغاړي ايمن حسين په غلطۍ سره په خپل ځان ګول (اون ګول) وکړ، چې ورسره مېچ ۴-۱ ختم شو۔

د دې بريا سره ناروې د ګروپ په سياليو کې مضبوطه شروع وکړه، او اوس به د خپل راتلونکي سخت مېچ لپاره د فرانس خلاف تياری نيسي۔

بل طرف ته، عراق چې د خپل تاريخ دويم ځل ورلډ کپ ته رسېدلی او ۱۹۸۶ نه پس اول ځل يې ګډون کړی، اوس به کوشش کوي چې په راتلونکو مېچونو کښې بېرته ښه کارکردګي وښيي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.