نامتو سندرغاړی فیاض خان خويشګي د خيبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې د خويشګو سيمې اوسيدونکی دی ۔ هغه د پښتو شاعرۍ ټول اصناف لکه سندره ، نيمکۍ ، غزل او چاربيته په داسي خوندور انداز کي د موسيقۍ سره زمزمه کوي چې د هرعمر خلک يې په شو ق اوري ۔
هغه مشال ډيجيټل سره د مرکې په مهال وويل چي کله ماشوم و نو خپلې نيا ورله د سندر غاړي نوم ورکړی و ۔ “نيا ابۍ مې راته ويل چي کله د خړپوسو ماشوم وم نو لوخي به مې ټنګول او د لوخو ټنګولو سره به مې خندا کوله”
هغه ماشوم چي د لوخو په ټنګولو يې موسيقي زيږوله نن د پښتو موسیقۍ یو پیژندل شوی نوم دی ۔
د پښتو اوس مهاله موسيقۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې فیاض خويشګي مشال ډيجيټل ته وويل چي فنکار له د کلام په انتخاب او بيا د غوره کلام په انتخاب کې دقت پکار دی ځکه چې د يو هنرمند لخوا ويل شوی کلام په ټولنه او په خاصه توګه په ځوان کهول ډير اغيز شيندي او د تاريخ برخه جوړيږي ۔
هغه د ښه سندرغاړي او هنرمند په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:
” يو فنکار هله د فن معراج ته رسي چې هغه د خلې نه راوتلي توري په اوريدونکو يو کفيت طاري کړي ۔ اصلي فنکار هغه دی چې د خپل هر لفظ وزن پېژني او هغه د اوریدونکي زړه ته ورسوي “
فیاض خويشګي وويل چې د شلو کالو په عمر کې يې موسيقي پيل کړه ۔ لومړی يې رباب ، هارمونيم او طبله غږول زده کړل او بيا يې د موسيقۍ سره غزل ويل پيل کړل ۔ د موسیقۍ په دې درې بنیادي آلاتو کې مهارت وروستو هغه د غزل په دنیا کې خپل ځانګړی مقام خپل کړو ۔
هغه وويل چي د خپلې کورني لومړي تن و چي موسيقۍ ته يې مخه کړه ځکه ډيرې نيوکې هم پرې وشوې ۔ خو هغه د خپل شوق په خاطر دنيوکو او د چا د خبرو پرواه ونه کړه او مخ پر وړاندې روان و ۔ د کورنۍ مخالفت او د ټولنې نيوکې هم د هغه لار و نه نيوله ځکه چې د موسيقۍ سره د هغه شوق تر هر څه لوړ او زيات و ۔
فياض خويشګي وويل چې د موسيقۍ په نړۍ کې د رفيق شينواري او خيال محمد نه ډير متاثره دۍ او کلام ته د هغوی د وينا طرز ورکولو هڅه کوي ۔
د استادانو طرز ساتل او په هغه کې خپل رنګ شاملول د هغه د کامیابۍ لويه وجه ده ۔ نوموړي وايي چې د خپل کلي ناظم هم پاتي شو خو په دغه چوکۍ خوشحال نه و او وجه يې دا وه چې د فن په لار کي يې خنډ جوړيدو ځکه يې د واک په ځای د فن لار غوره کړه ۔ هغه وايي ، دي پوهيدو چې غزل د زړه کار دی ، د چوکۍ نه دی ۔
فياض خويشګي د مشال ډيجيټل سره د خبرو په وخت وويل چې سندره د زړه په شوق ويل کيږي او له هغې وروستو يو فنکار مقام ته رسيږي ۔ هغه وويل چې د خوښې کلامونه يي ډير دي خو د اشرف مفتون صاحب دغه غزل يي زمزمه کړ..
زړه مې بلد دی د دردونو سره
لکه درياب د طوفانونو سره
يوه ورځ به راشي چي به لاړ شو ترې نه
بلې دنيا ته ارمانونو سره