د جاپان مشهور فوټبالر کازویوشي میورا، چې د “کینګ کازو“ په نوم پیژندل کیږي او د نړۍ زوړ فعال پروفیشنل فوټبالر ګڼل کیږي، د ۵۹ کلونو په عمر کې څلور کاله وروسته خپل لومړی رقابتي ګول وکړ.
میورا د شنبې په ورځ د جاپان د فوکوشیما یونایټیډ ټیم لپاره د امپراتور جام په لوبه کې ګول وواهه. د هغه ټیم ایواکي فوروکاوا ته ۷-۰ ماتې ورکړه.
هغه د لوبې په ۵۲مه دقیقه کې د خپل ملګري له پاسه ښه ګټه واخیسته او په لومړي شاټ یې توپ جال ته ولېږه. د ګول وروسته د هغه ملګرو او د ټیم غړو ورسره خوشحالي وکړه، خو درې دقیقې وروسته له لوبې وویستل شو.
دا د میورا لومړی رقابتي ګول دی، چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر راهیسې یې نه و کړی.
۵۹ کلن میورا اوس د خپل فوټبال ۴۲م فصل ته چمتووالی نیسي. هغه له فوکوشیما یونایټیډ سره خپل قرضي تړون د ۲۰۲۷ کال د جون تر میاشتې پورې غځولی دی.
میورا د خپل اوږد کیریر پر مهال د برازیل سانتوس، د ایټالیا جینووا، د کروشیا دینامو زاګرب، د اسټرالیا سیډني اېف سي او د پرتګال اولیویرینسي لپاره هم لوبېدلی دی. هغه د جاپان د ملي ټیم لپاره په ۸۹ لوبو کې ۵۵ ګولونه کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې یې د انګلستان د سټینلي میتیوز ریکارډ مات کړ او د نړۍ تر ټولو زوړ فعال پروفیشنل فوټبالر شو.