د امريکې دفاع وزارت (پينټاګان) د ايران سره روان جنګ کې د وژل شوو او ژوبل شوو امريکايي پوځيانو تازه شمېره جاري کړې ده.
پينټاګان د خالي په ورځ د جنګي زيانونو خپل ډيټابېس تازه کړز چې پکې د ۱۴۰ نه زيات نور ژوبل پوځيان شامل کړل شوي دي. هم دااحک، په وروستيو ايراني حملو کې وژل شوي ٤ امريکايي پوځيان هم بېرته په فهرست کې شامل کړل شوي دي.
د امريکايي ميډيا ترمخه، پينټاګان په خپل ډيفنس کېجولټي اېنالېسس سسټم ( ډي سي اى ايس) کې د سمندر پورې عملياتو په نوم يوه نوې برخه شامله کړې ده، چې د هغې لاندې د اوومې جولايۍ نه پس بهرنيو هېوادونو کې د پوځي عملياتو په وخت د وژل شوو او ژوبل شوو پوځيانو ريکارډ ساتل کېږي.
د امريکايي ميډيا وينا ده، که د دې نوې برخې شمېرې د اپرېشن ايپک فيوري د تازه معلوماتو سره يو ځاى کړل شي، نو د 28 فرورۍ نه د ايران خلاف شروع شوي جنګ کې تر اوسه د وژل شوو امريکايي پوځيانو شمېر ١٨ او د ژوبل شوو شمېر ٦٢٤ ته رسېدلى دى.
د رپورټ ترمخه د ژوبل شوو پوځيانو دا شمېر د وړانديني ٤٨٢ په مقابله کې ښکاره زياتوالى ښايي.
پينټاګان وايي، د ايران جنګ د شروع کېدو نه پس په وژل شوو ١٨ امريکايي پوځيانو کې ١١ د امريکايي پوځ ، ٦ د هوايي ځواک او يو د سمندري ځواک سره تعلق لري.
د شمېرو ترمخه، په ژوبل شوو پوځيانو کې ٤٦١ د پوځ، ٨٦ دسمندري ځواک، ١٩ د ميرين کور او ٥٨ د هوايي ځواک اهلکار دي.
تېره اوونۍ يو شمېر امريکايي ميډيا ادارو او قانون جوړونکو پينټاګان باندې نيوکې کړې وې، ځکه چې د ايراني حملو باوجود د ډي سي اى سي په ريکارډ کې د وژل شوو او ژوبل شوو پوځيانو شمېر کم ښودل کېدو.
د امريکايي ميډيا ترمخه، په نوې جوړې شوې سمندر پورې عملياتو برخه کښې د ٧مې جولايۍ نه پس مرګژوبله شامل دي، خو دا نه دي څرګند کړل شوي چې دا مرګ ژوبله د کوم ځانګړي جنګ يا شخړې سره تعلق لري.
البته، په دې فهرست کې د وژل شوو پوځيانو نومونه شامل دي، چې پکې په اردن کې د ايراني حملې له امله وژل شوي 3 امريکايي پوځيان او تېره اوونۍ په شمالي عراق کې د ايراني ډرون د ناکاره کولو په وخت وژل شوى يو امريکايي پوځي هم شامل دى.
بل لوري ته د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ هغه رپورټونه رد کړي دي چې پکې دعوه شوې وه چې ګنې د ايران سره د روانې کشالې په دوران د امريکايي پوځ د وسلو او هوايي دفاعي ميزائيلو ذخيره په تيزۍ سره کمېږي.
امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل سره خبرو کې ټرمپ وېلي دي چې امريکه د نړۍ د بل هر هېواد نه زياته ګوله بارود لري او موجوده ذخيره يې د ضرورت نه هم زياته ده.
هغه زياته کړه چې د امريکې د دفاعي صلاحيتونو په اړه خپرېدونکې اندېښنې سمې نه دي او هېواد يې د خپلې دفاع لپاره کافي پوځي وسايل لري.
بلخواد ايران پوځ دعوه کړې ده چې د دې هېواد سمندري ځواکونو د هرمز تنګي( ابنايى هرمز) نه د غير منظورې شوې سمندري لارې نه د تېرېدو هڅه کوونکې شپږ بېړۍ ودرولي او بېرته يې ګرځولي دي.
د ايران سرکاري ټېلي ويژن ترمخه، دا کارروايي تېره شپه هغه وخت ترسره شوه، کله چې شپږو تجارتي بېړيو د ايران د چارواکو له خوا ټاکل شوې سمندري لاره پرېښوده او د بلې لارې د استعمال کوشش يې وکړو.
تر اوسه د دغو بېړيو د ملکيت، بيرغ يا منزل په اړه نور تفصيلات نه دي خپاره شوي، او د دې دعوې په اړه د نورو اړخونو رسمي دريځ هم مخې ته نه دی راغلی.