سوات پريس کلب مينګوره کي د جولائي په ۲۷ مه د سيمي ذده کونکي چي د سوات د زده کوونکو د حقونو د خوندي کولو، د نشه يي توکو د مخنیوي او په ملاکنډ ډویژن کې د وفاقي ټېکسونو د نافذېدو پر ضد د ګډې مبارزې لپاره د “متحده طلبه سوات” په نوم د یو ګډ اتحاد جوړېدو اعلان کړی دی.
پرېس کلب کې خبري غونډې ته د اتحاد مشرانو ډاکټر فضل سبحان، سلیمان خان، محمد اسامه، معاذ ننګیال او نورو وویل، د دې اتحاد موخه دا ده چې د زده کوونکو ستونزې په ګډه او اغېزمنه توګه راپورته او د حل لپاره یې عملي هڅې وکړي.
په دغۀ مهال ډاکټر فضل سبحان وويل چي دا وخت په ملاکنډ ډويژن کي تر پينځه زره پوري ماشومان د سکولونو څخه باهر دي، لويه وجه يي دي سيمه کي غربت، بي روزګاري ده. زیاته یې کړه چي دهغوي سروی مطابق دې سيمه کي تر دويشت زره زلمي د نشۍ عادي دي، چې پکي د پوهنتون زده کونکي هم شامل دي.
هغه وويل چي اتحاد به ړومبیه د نشه يي توکو مخنیوی او په ملاکنډ ډویژن کې د وفاقي ټېکسونو پر ضد مبارزه کوي. دده په وینا، صوبایي حکومت د ټېکسونو د معافۍ اعلان کړی، خو تر اوسه یې رسمي نوټیفیکېشن نه دی خپور کړی. هغوی له وفاقي حکومت وغوښتل چې په ملاکنډ ډویژن کې د وفاقي ټېکسونو د لګولو پرېکړه بېرته واخلي.
دوئي وويل چي ټېکسونه معاف کيدو سره به نور زده کونکي د زده کړو نه محرومه پاتي نشي ، که چرې ټيکسونه اوليګيدل نو ګڼ شمير نورو ماشومانو او تر دي چي د کالج او پوهنتون زده کونکو رواني زده کړي به متاثره شي، د زده کوونکو مشرانو زیاته کړه چې د خپلې مبارزې د پراخولو لپاره به له سوداګرو، مدني ټولنو او نورو اولسي تنظیمونو سره هم اړیکې ونیسي، څو د ګډ احتجاج او راتلونکو ګامونو لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه شي.
د دوی په وینا، د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره به د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي او د اړوندو ادارو او ضلعي انتظامیې په همکارۍ به عملي اقدامات هم ترسره کړي.
د اتحاد مشرانو وفاقي حکومت ته د اګست تر ۵مې نېټې مهلت ورکړ او ویې ویل، که تر هغې نېټې پورې د وفاقي ټېکسونو د نافذېدو پرېکړه بېرته وانخیستل شي، نو د احتجاجونو او راتلونکې مبارزې اعلان به وکړي.