ګرفتارۍ نه وړاندې عمران خان د بند نه خلاصون دپاره كاركنانو سره وينم، عليمه خان

د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان خور، عليمه خان، د جولای پر شلمه د خېبر پښتونخوا د سوات په بېلابېلو سيمو کې د ګوند له کارکنانو سره وليدل او هغوی ته يې ويناوې وکړې.

هغې په کبل، مټه، مينګوره او بريکوټ کې د ګوند له غړو سره غونډې وکړې. عليمه خان د مينګورې په سهراب خان چوک کې جلسې ته خپلې وينا كې وويل چې عمران خان ته په زندان کې د ناروغۍ پر مهال مناسب طبي اسانتياوې نه ورکول کېږي او د ګوند مشرانو ته هم له هغه سره د ملاقات اجازه هم نه ورکول کېږي.

هغې زياته كړه، عمران خان نه غواړي چې کارکنان اسلام ‌اباد ډي چوک ته ورټول شي او حکومت پرې ډزې وکړي، ځکه هغه د خپلو کارکنانو د زيان رسېدو په حق كې نه دی.

عليمه خان پر کارکنانو زور راوړ چې عمران خان دې يوازې نه پرېږدي او د هغه د خوشې کېدو لپاره دې پر حکومت فشار زيات کړي.

د احتجاجي تحريک د اعلان په اړه هغې وويل، وروستۍ پرېکړه به د ګوند مشران کوي او زياته يې کړه چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل افريدي به د احتجاجونو او د اډياله زندان مخې ته د پرلت اعلان وکړي.

عليمه خان وويل، امکان شته چې حکومت به ډېر ژر هغه هم ګرفتار كړي، ځکه چې د ګوند د کارکنانو ترمنځ راوتلې ده.

د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له ۵مې نېټې راهيسې په زندان کې دی. هغه لومړی د توشه خانې په قضيه کې د سزا له امله ونيول شو، خو وروسته د القادر ټرسټ، د مې د نهمې پېښو او نورو مقدمو له امله هم په اډياله زندان کې بند پاتې شو. عمران خان او د هغه ګوند دا مقدمې سياسي بولي، خو حکومت او څارنوالۍ يې قانوني قضيې ګڼي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.