کوټه کې په اورګاډي چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده۔

صمد شبنم

د کوټې کویله پاټک سیمه کې په اورګاډي چاودنه کې ۲۳ کسان مړه او لسګونه ژوبل شوې دي۔

د کوټې یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال دېجېټل ته ویلي چې په دې چاودنه کې ۲۴ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ کسان ژوبل شوي دي۔ د چاودنې له کبله شاه و خوا کورونو او هلته ولاړو نزدې ۲۰ موټرو ته هم زیان رسېدلی دی۔ دا اورګاډی له کوټې نه تر پېښور پورې تللو۔

د کوټې اورګاډې کنټرول روم په خبره چې دا چاودنه د شټل په اورګاډي شوې چې د کوټې کېنټ او  اورګاډې تر تم ځای( رېلوې اسټېشن) تر منځ به یې سفر کولو چې ورسته به د جعفر ایکسپریس په نوم اورګاډي سره د هغې ډبې تړل کېدې او دغه اورګاډې به سکهر، ملتان او پېښور پورې سفر کولو۔

د چاودنې له کبله د اورګاډي دوه مسافر وړونکې ډبې د له پټلۍ اوښتي۔

په پېښه کې ژوبل شوې کسان د کوټې دولتي روغتون،  سي ایم ایچ روغتون او ایف سي روغتون ته رسول شوي او کوټې دولتي روغتون کې د روغتیا محکمې لخوا بېړنۍ حالت اعلان شوی۔

د پولیسو په خبره چې په دې چاودنه کې تر ۳۰ کلوګرامه پورې بارودي مواد اپښودل شوي کوم چې د اورګاډې د پټلۍ سره نژدې په یوه موټر کې ایښول شوي وو۔

د دې پښې ذمه داري د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ لبیریشن ارمي په غاړه اخستې۔

تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې پر اورګاډو بریدونه او چاودنې شوي دي۔

د ۲۰۲۵ م کال د اپرېل په میاشت کې د وسلوالو لخوا د جعفر ایکسپربس په نوم د مساپرو اورګاډې تښتول شوی وو۔ خو بيا وروستو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې  ډېری مسافر د وسلوالو له منګلو وژغورل، په دې پېښه کې شاوخوا ۳۰ مسافر وژل شوي وو۔

دا ډول د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د کوټې اورګاډي تم ځای( رېلوې اسټېشن)  باندې په ځانمرګي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي وو۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.