که سعودي  په ابراهيمي معاهدو کې شامل نه شونو جوهري معاهده به ورسره نه کوو، ټرمپ

 د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په څرګندو ټکو کې ويلي دي چې که سعودي عرب په  ابراهيمي معاهدو کې شامل نه شو ، نو  ورسره  به دوي  جوهري معاهده نه کوي

 ابراهيمي معاهدې دامريکې په ثالثۍ کې ترسره شوې دمعاهدو يوه سلسله ده چې مقصد يې داسرايلو او يو شمير اسلامي ملکونو ترمينځ سفارتي، معاشي او امنيتي تعلقات معمول ته راوستل دي،  په دې معاهدو په شروع کې په ستمبر کال ٢٠٢٠م کې اماراتو او بحرين لاسليکونه کړي وو.

  صدر ټرمپ په اوول افس کې خبريالانو سره د خبرو په وخت وويل چې سعودي عرب ته پکار ده چې د ابراهيمي معاهدې غړى شي او  زياته يې کړه چې که سعودي عرب په دغه  معاهده کې شامل نه شو، نودوي به ورسره  ايټمي  معاهده نه کوي.

د ايران د جنګ په اړه د خبرو په وخت ډونلډ ټرمپ وويل چې تر اوسه يې دا وروستۍ  فيصله   نه ده کړې چې په ايران به لويې حملې کوي او که نه، ځکه چې د تهران سره په روانو خبرو کې ايراني چارواکي اوس زيات سنجيده ښکاري.

ټرمپ وويل” دا وخت  دهغوي سره زمونږ خبرې روانې دي . زما په اند، هغوی د هرې ورځې په تېرېدو سره زيات سنجيده کېږي، او ښايي د دې وجه ټولو ته معلومه وي.”

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې امريکايي صدر ټرمپ  د سعودي عرب سره د  سول  جوهري پروګرام د  لوظنامې رسمي منظوري ورکړې وه، خو د دې لپاره د امريکې د کانګرس منظوري هم ضروري ده.

ټرمپ پخپل سوشل  ميډيا اکاونټ جاري کړل شوي يو   بيان کې ويلي وو چې د امريکې د انرجۍ وزارت او سعودي عرب ترمنځ چې کوم  سول جوهري معاهده کېږي، په هغه کې به د يورېنېم  دغني کولو (enrichment) اجازه نه وي.

ډونلډ ټرمپ وويل چې دا  معاهده به يوازې د سوله ييزو او غير پوځي مقصدونو لپاره وي، لکه څنګه چې د ايران، متحده عربي اماراتو او ځينو نورو  ملکونو سره سول جوهري پروګرامونه دي.

امريکايي صدر دا هم روښانه کړې وه چې  معاهده به منظوره شي، خو يو اهم  شرط به دا وي چې سعودي عرب بايد په عزت، برياليتوب او درناوي سره د ابراهيمي  معاهدې برخه جوړ شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.