کراچۍ کې د رینجرز پر کمپ وسله وال برید کې درې امنیتي سرتېري او درې بریدګر ووژل شوي

د کراچۍ یوه لوړپوړي پولیس چارواکي مشال ډیجیټل ته ویلي چې  د شنبې/خالي شپې ناوخته د کراچۍ د ګلستان جوهر سیمې په سچل رینجرز کمپ وسله وال برید شوی، چې له امله یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي او درې نور ټپیان شوي دي.

 دویې وایې چې امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر وژلي او یو بل یې ټپي حالت کې نیولی دی.

د راپورونو له مخې، د دغه برید مسؤلیت د غېر قانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان یوې وسله والې څانګې، جماعت الاحرار، پر غاړه اخیستی دی. دغه ډله په وروستیو کلونو کې تر ډېره د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې فعاله پاتې شوې او پر ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو د بریدونو مسؤله بلل کېږي.

که د جماعت الاحرار ادعا سمه ثابته شي، نو دا به په تېرو څو کلونو کې په کراچۍ کې لومړنی برید وي چې د تحریک طالبان پاکستان د یوه ډلې له خوا یې مسؤلیت منل کېږي.

امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړې او د پلټنو او لټون عملیات روان دي.

بلخوا د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې اې ایس پي ار ویلي چې د شنبې شپې ناوخته د کراچۍ د ګلستان جوهر سیمې په سچل رینجرز کمپ وسله وال برید شوی، چې له امله یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د بیان له مخې، امنیتي ځواکونو سمدستي ځوابي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې درې بریدګر ووژل شول او یو بل بریدګر ټپي حالت کې ژوندی ونیول شو. د اې ایس پی ار په وینا، نیول شوی بریدګر د افغانستان وګړې دی..

عیني شاهدانو ویلي، لومړی د یوې زورورې چاودنې غږ واورېدل شو، ورپسې سخته ډزې پیل شوې چې د سیمې اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړل..

د پوځ په وینا، حالات اوس تر کنټرول لاندې دی او د پیښې په اړه پلټنې روانې دي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.