دويمه برخه :
په سوال کلا کې کاکاجي د ملک عمر خان سره ملګری شوی و ۔ د ملک عمر خان لمسي ملک اصغر خان د دوی په سيمه کې د کاکاجي د تير کړي وخت په اړه “مشال ډيجيټل” ته وويل:
“کاکاجي صنوبر حسين مومند د برصغير پاک وهند د آزادۍ يو ډير لوی مجاهد و ۔ هغه زمونږ په کلي سوال کلا کې ، کوم چې په باجوړ شموزو کې اباد دی ، تقريباً ۱۸ کاله خپله مبارزه دوامداره ساتلې وه ۔ په دغه مبارزه کې د هغه سره د برصغيرپاک وهند د آزادۍ معلوم او نامعلوم ډير زيات غازيان ، ملګري ، اديبان ، ليکوالان ، سياستمداران او د هر مکتب فکر خلک شامل وو ۔ سوال کلا واحد داسې ځای و چې هغه دلته د خپل سر د پټولو د پاره او د دې ځای نه خپله مبارزه په هره حواله ، که هغه ادبي ده که هغه سياسي ده که هغه وسله واله ده ، کوله ۔ ترنګزو باباجي ، زما نيکه ملک سوال کلا (ملک عمر خان) ، اسلم او سفيد شاه د هغه ملګري وو ۔ دا خلک ټول دلته پاتې کيدل او په هره ذريعه به يې خپله مبارزه کوله ۔ کاکاجي د “شعله” په نوم باندې د سوال کلا نه په ۱۹۳۶ کې يا په ۱۹۳۵ کې يو اخبار ويستو ۔ دغه اخبار په درې ژبو کې و ، انګريزي ، پښتو او فارسي ۔ بيا چې کله د زورورو په خله باندې په سوال کلا باندې بريد وشو او اسلم پکې شهيد شو نو کاکاجي د سوال کلا نه د “اسلم” په نوم يوه رساله وويستله ۔ دغه رساله به په مياشت کې يو ځل چاپيدله ۔ د دې اخبارونو او رسالو د پاره هغه د لرګي نه خپل حروف تهجي جوړ کړي وو ۔ هغه وخت کې مشينونه نه وو نو په دې به يې چاپ کول او خلکو ته به خپل پيغام رسولو ۔ وروستو بيا د دوی ځينو ملګرو د جرمني نه د چاپ د پاره يو وړوکی مشين راورو ، دغه مشين اوس هم زمونږ په حجره کې موجود دی ۔ بيا په دې مشين “شعله” او “اسلم” چاپيدل ۔ دې سره کاکاجي د ترنګزو باباجي او نورو لښکرونو په مټ وسله واله مبارزه هم کوله”
د “مشال ډيجيټل” دا پوښتنه چې ملک عمر خان او کاکاجي څنګه د يو بل سره ملګري شول ، ملک اصغر خان داسې ځواب کړه:
” د پيښور د خيبر بازار د غميزې نه وروستو کاکاجي “لکړو” ته د ترنګزو باباجي خوا ته راغی او د “ناکې” په جګړه کې زما د نيکه سره د هغه ملاقات وشو ۔ زما د نيکه نظر يي خوښ شو ۔ د هغې نه پس هغه سوال کلا ته راغی او خپله سياسي مبارزه يې اتلس کاله دوامداره وساتله ۔ کاکاجي د يو ډير بهترين سوچ خاوند و ۔ هغه زما د نيکه ملک سوال کلا په ذريعه په دي علاقه کې د خلکو د ذريعه معاش ښه کولو د پاره ګڼۍ راوړله ، خلکو ته يې ګني وکرل ، بيا يې د پومبې د کروندې طريقه خلکو ته وښودله ، باغونه يې ولګول ، د سوال کلا ملک خپل نوم ملک محمد عمرخان و ، هغه هم ډير ښه سوچ لرلو په خپله اديب او ليکوال هم و ۔ د خپل وخت تعليم يافته کس و ۔ پښتو ، اردو او فارسي به ډيره ښه ليکله ۔ په خاصه توګه د فارسۍ ليک يې ډير ښه و “
د هندوستان د ويش نه پس کاکاجي صنوبر حسين مومند بيرته پيښور ته راغی او په کال ۱۹۵۳ کې ېې د نورو ملګرو ليکوالانو په مرسته د “اولسي ادبي جرګې” بنسټ کيښودو چې په پښتو ادب کې يې د مجلسي تنقيد پيل وکړو ۔ تر دې وړاندې په کال ۱۹۵۲ کې هغه يو ځل بيا نيول شوی و او د “ډيره اسماعيل خان” زندان ته ليږل شوي و ۔ دغه شان په کال ۱۹۵۸ کې چې جنرال ايوب خان په پاکستان کې مارشل لا ولګوله نو کاکاجي په دريم ځل ونيول شو ، څه موده يې د راولپنډۍ په زندان کې تيره کړه او بيا د لاهور “شاهي کلا” ته وليږل شو ۔
د کاکاجي د تنقيدي او ادبي خدماتو په اړه کره کتونکي او شاعر روښان يوسفري “مشال ډيجيټل” ته وويل:
” په پښتو کې د مجلسي تنقيد بنياد په حقيقي معنو کې کاکاجي صنوبر حسين مومند دی چې د هغوی په کوششونو او د هغوی په رابطو په کال ۱۹۵۲ کې اولسي ادبي جرګه دلته جوړه شوه ۔ بيا د حمزه صيب غوندې او د سردار خان فنا ، کوثر غورياخيل ، کامل صيب ، قلندر مومند ، سيف الرحمان سليم او داسې ډير ستر نومونه چې کوم زمونږ دي دغه ټول د دې جرګې غړي وو ۔ په دې جرګه کې په لومړي ځل د کاکاجي صنوبر حسين په مشوره هر سړي خپله فنپاره تنقيد ته وړاندې کول پيل کړل ۔ خو دې کې دا يوه خبره وه چې کاکاجي چونکې په فکري لحاظ يو مترقي ذهن لرونکی شخصيت و نو هغه کوشش کولو چې د دې مجلسي تنقيد يا د دغه بحث مباحثې په رڼا کې زمونږ تنقيد عمراني شي يعني داسې نه چې صرف د عشق و محبت په موضوعاتو ليکوالانو ته داد ورکړل شي بلکې د فنپارې جاج په خپل معروض کې واخستل شي ۔ يعني “ادب د ژوند د پاره” نظريې لاندې په يوه ليکنه بحث وشي ۔ مجلسي تنقيد هم ځکه ورته ويل کيږي چې په يو مجلس کې تينقيد وشي حالانکې دا ډير ګران هم وي چې مخامخ سړی ناست وي او ته د هغه په ليکنه نيوکې کوې ۔ دغه ټول تنقيد چې به کيدو هغې ته اوس مونږ عمراني تنقيد وايو چې ترشا يې د ترقي پسندۍ نظريه وه چې ادب دې د ژوند د پاره وي ۔ يعني ادب صرف يوه ذهني عياشي يا مشغله نه ده بلکې دا يو مقصد هم دی او هغه مقصد د مظلوم انسانيت ، د خپلې ژبې ، د خپل قام او د خپل کلتور د ګټې د پاره ادب په کار راوستل دي ۔ د کاکاجي دا ډير لوی کمال او خدمت دی ۔ کاکاجي دې وړاندې هم دغه فکر سره تعلق لرلو ۔ زما په خيال په کال ۱۹۴۸ کې چې کله سجاد ظهير دلته راغلی و نو کاکاجي سره يې ملاقات نه و شوی خو دا د يو فکر خلک وو ۔ دغه نظريي سره کاکاجي هم تړلی و ۔ دغه کريډټ کاکاجي ته ځي چې هغه د اولسي ادبي جرګې په شکل کې په پښتو کې د مجلسي تنقيد بنياد کيښود”
په پښتو ادب کې د مجلسي تنقيد د بنسټګر په حيث د “باچاخان پوهنتون” استاذ ډاکټر محب وزير “مشال ډيجيټل” ته وويل:
” کاکاجي يو سماجي فلاسفر و ، يو سماجي مفکر و ، يو باقاعده عملي سياستدان و ۔ د هغه تربيت په مکالمه کې شوی و ، په دليل شوی و ، په خبره شوی و ، نو هغه ادب ته هم دغه څيز راوړی دی ۔ تاسو د بنسټګرۍ چې کومه خبره کوئ ، نو دا يقيناً سهي دي ځکه چې د هغوی پيدايش که مونږ وګورو نو د حمزه شنواري نه هم نهه ، لس کاله مشر دی ۔ په غني خان ، سيد رسول رسا او فضل حق شيدا نه هم مشر دی ۔ زه دا وايم چې د جديد نظم چې کومه ابتدا مونږ اخلو يا د جديدې شاعرۍ چې کوم ابتدايي ګامونه ګڼو هغه مونږ د فضل محمود مخفي صيب نه شروع کوو او دويم چې کوم ورسره دی هغه کاکاجي دی ۔ د عمر په لحاظ هم کاکاجي د مخفي صيب نه څو کاله کشر دی او د نورو نه مشر دی ۔ بل چونکې دغه دور کې د دوی رجحان سياست طرف ته زيات و او سياست کې هم هغه سياست چې ځان ته يا خپلې فلسفې ته يا خپلې نظريې ته د معاشرې ساينس وايي ۔ څه ته چې مارکسسزم وايي ، نو د هغه سياست له وجې د دوی شاعرانه يا تخليقي سفر لږ متاثره ضرور شو خو په تنقيد کې د دوی دغه څيز ډير مخې ته راغی ۔ بلکې زه به دا ووايم چې په پښتو کې باقاعده تنقيدي مباحث که پيل شوي دي يا تنقيدي روايت که جوړ شوی دی نو هغه هم د کاکاجي برکت دی ۔ تاسو غالباً اشاره اولسي ادبي جرګې ته ده چې په هغې کې دوی مجلسي تنقيد ته رواج ورکړی دی ۔ اولسي ادبي جرګه کې چې څومره غړي وو په دې ټولو کې کاکاجي مشر و ۔ کاکاجي دا ټول خلک خپلې سينې ته راجخت کړل ، کشران يي ځان سره کړل او دوی ته يې دا جرات ورکړو ، همت يې ورکړو ، حوصله يې ورکړه ، ډاډ يې ورکړو چې تاسو هر څه کولای شئ ۔ تاسو د پښتو ادب بنيادونه کيښودی شئ ، تاسو د پښتو د تنقيد بنيادونه کيښودی شئ ۔ کاکاجي د “اسلم” په نوم يوه باقاعده ادبي رساله جاري کړه ۔ کاکاجي “شعله” رساله هم تر دې وړاندې چلوله ۔ بيا د پاکستان د جوړيدو نه پس يا د هند د تقسيم نه پس دوی چې کله “اسلم” جاري کړه نو په دې رساله کې د دوی باقاعده ادبي مضامين راغلل ۔ تاسو به حيران شئ چې د رحمان بابا په حوالې سره چې د دوی کوم ارټيکل دی په هغه کې يې رحمان بابا يو ترقي پسند شاعر ثابت کړی دی ۔ دا ارټيکل بيخې د هغه درجې دی کوم چې “ذکر حافظ” په نوم باندې سجاد ظهير ليکلی دی ۔ کاکاجي په لومړي ځل رحمان بابا ته د ترقۍ پسندۍ په چشمو يا دايره کې وکتل ۔ داسې نور پښتو ادب په حوالې سره چې د هغوی کوم تنقيدي فکر و ، هغه ډير انقلابي ، مارکسي ، مکمل ساينسي او زمکني حقيقتونو سره جوړ و ۔ د عمر خيام ترجمې يې هم کړې دي ۔ په پښتو ادب کې د هغوی برخه ډيره ښکاره او نمايان ده ” دوام لري