د پاکستان د وزیراعظم( لومړي وزیر) شهباز شریف او د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منير د يو شمير لوړپوړو چارواکو سره نن (د جون په دريمه نيټه) د ایران د وژل شوي ستر مشر (سپریم لیډر) ایت الله سید علي خامنه اي د جنازې مراسمو کې د ګډون د پاره ایران ورسيدل ۔ .
د ایران د سرکاري نیوز ایجنسۍ (ارنا) د ۱۳م جون د یو خبر تر مخې، د ایت الله خامنه اي د جنازې مراسم به د درېیم جولایې نه تر نهمې جولایې پورې وي، او په نهمه جولایې به د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته سپارل کیږي.

د پاکستان د حکومت (ګورنمنټ اف پاکستان) په سرکاري اېکس پاڼه دویې د دغه اعلان د جاري کولو تر څنګ دا هم لیکلي، د وزیراعظم سره به د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار او د وفاقي کابینې ځینې غړي او نور چارواکي هم هغلته ورځي.
د جولایې په دوېیمه د سینټ اف پاکستان په ایکس پاڼه دویې لیکلي، د سینټ چیئرمېن یوسف رضا ګیلاني هم ایران ته ورغلې، چې د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هم ورسره ایران ته تلې.
دویې زیاته کړې، یوسف رضا ګیلاني د ایراني سپیکر محمد باقر قالیباف په دعوت هغلته د ایت الله خامنه اي د جنازې او سرکاري اخېري رسمونو کې د ګډون د پاره هغلته ورغلې.
د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ (ارنا) دا هم لیکلي، د ایت الله خامنه اي جسد د تهران جنوبي سیمه کې جوړ امام خمیني حیسنیه ته انتقال کړې.
ارنا د ایران د خارجه چارو د وزارت یو بیان خپور کړې، چې پکې یې لیکلي، د سلو هېوادونو چارواکي به هغلته جنازې په مراسمو کې ګډون له ورځي.
ایت الله خامنه اي د ایران په ستر مشریزې څوکۍ په کال ۱۹۸۹ کې ټاکل شوې وو، چې تر مرګه پورې د ایران ستر مشر وو.
یاده دې وي، چې د ایران ستر مشر ایت الله خامنه اي د امریکا او اسرائیلو په شریکه هوایې برید کې د روان کال په ۲۸مه فرورۍ وژل شوې وو.