د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځینېخېلو سیمې د سپینکاڼ منځنی ښوونځی، چې دوه نوې ودانۍ لري، د وروستیو سېلابونو له امله د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.
دغه ودانۍ، چې د غرنۍ سیمې په لمن او د یوه لوی خوړ پر غاړه جوړې شوې دي، د وروستیو سختو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي. سېلابي اوبو د ودانیو بنسټونه او دېوالونه اغېزمن کړي، چې له امله یې اوس د نړېدو له ګواښ سره مخامخې دي.
د ښوونځي امر، بایلخان صدیقي، مشال ډیجیټل ته وویل چې په وروستي سېلاب کې اوبه تر ودانیو رسېدلې وې او د لندبل له امله په دېوالونو کې درزونه پیدا شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ شاوخوا پنځه کاله وړاندې د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې ده او لا هم نوې او ښه ښکاري.
بایلخان صدیقي زیاته کړه چې “وروستي سېلاب د ښوونځي ډېری برخې زیانمنې کړې دي. له حکومت، نړیوالو بنسټونو او خیریه ادارو غوښتنه کوو چې د ښوونځي د ودانیو په ژغورلو کې زموږ مرسته وکړي. که بیا سېلاب راشي، اوسنی استنادي دېوال به یې مخه ونه شي نیولای، ځکه ډېر زیانمن شوی او نږدې له منځه تللی دی”.

د سیمې یو قومي مشر، حاجي کفتان، وایي د ځینېخېلو د تنګي د اتو یا نهو کلیو یوازینۍ مهمه تعلیمي شتمني همدا ښوونځی دی، چې اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.
هغه، چې د زدهکوونکو د والدینو د شورا غړی هم دی، وایي که یو بل سېلاب راشي، ښایي د ښوونځي ودانۍ له بېخه یوسي.
هغه له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې لومړی د ښوونځي د ساتنې لپاره استنادي دېوالونه جوړ کړي او ورپسې دې د ښوونځي شاوخوا کلا(احاطه یا چاردېوالي) هم جوړه کړي.
په همدې حال کې د ځینېخېلو ځوانان هم د سپینکاڼ ښوونځي د ودانیو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګندوي. د دوی په وینا، د شاوخوا نهو کلیو ماشومان په همدې ښوونځي کې زده کړې کوي، او که ودانۍ یې ویجاړې شي، سلګونه زدهکوونکي به د اوږدې مودې لپاره له زده کړو بېبرخې شي.
یو ځوان فعال، محمدعظیم عظیمي، وویل “څو ورځې مخکې راغلي سېلاب د ښوونځي تر بنسټونو او دېوالونو پورې رسېدلی و، او د اوبو نښې لا هم پر دېوالونو ښکاري. له اړوندو حکومتي ادارو او مرستندویو بنسټونو هیله کوو چې ژر تر ژره د ښوونځي د ژغورنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي”.
بل لور ته د خوست سیمهییز چارواکي وایي، د سپینکاڼ په سیمه کې د سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو او ښوونځي ته د ورپېښ ګواښ په اړه یې اړوندو ادارو ته د بېړنیو اقداماتو لارښوونه کړې ده.

د خوست ولایت د مقام ویاند، مستغفر ګربز، مشال ډیجیټل ته وویل”د ځینېخېلو د سپینکاڼ په سیمه کې یو منځنی ښوونځی او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د زیان له ګواښ سره مخ شوې ده. ولایتي ادارې دغه ستونزه جدي نیولې او په اداري غونډه کې هم پرې بحث شوی دی. اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د زیان د مخنیوي لپاره لازم او بېړني اقدامات وکړي”.
یاده دي وي چې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځینېخېلو د سپینکاڼ په منځني ښوونځي کې له څلورو سوو څخه ډېر زدهکوونکي تر نهم ټولګي پورې زده کړې کوي.
که څه هم د ډېرو نورو سیمو په پرتله د دې لرې پرتې سیمې زدهکوونکي د زده کړو لپاره مناسبه سرپناه لري، خو که د سېلابونو له امله رامنځته شوي ګواښ ته پر وخت پاملرنه ونه شي، ښایي همدا یوازینۍ تعلیمي اسانتیا هم د سېلابونو خړو اوبو ښکار شي.