د خيبر پښتونخوا په سوات ضلع کې د بريکوټ سيمې شموزو کلي کې د پنځو او شپږو کلونو عمر لرونکو دوو ورک شووو ماشومانو، ملک احمد خان او قيص عبدالرشيد، مړي د ورکېدو په دويمه ورځ ) ۳ جون) د هغوی د کور د دويم منزل په يوه لوي صندوق کې وموندل شول ۔

د ريسکيو ۱۱۲۲ وياند ترمخه، په لومړنيو معلوماتو کې اندېښنه څرګنده شوې وه چې ښايي دواړه ماشومان نږدې ويالې ته لوېدلي وي ۔ د ضلعي بېړنيو چارو افسر سيد شعيب منصور په هدايت د ريسکيو ۱۱۲۲ سوات د لټون او ژغورنې ډلو په وياله او نورو احتمالي ځايونو کې پراخ لټون ترسره کړ، خو د ماشومانو هېڅ درک ونه لګېد ۔
وروسته د پوليسو په موجودګۍ کې د دواړو ماشومانو مړي د هغوی له کور څخه ترلاسه شول ۔ له اطلاع وروسته د ريسکيو ۱۱۲۲ سوات طبي ډله سيمې ته ورسېده، اړينې قانوني او طبي چارې يې ترسره کړې او دواړه مړي يې د بريکوټ تحصيل هيډکوارټر روغتون ته ولېږدول ۔
د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي ۔