څلورو کلونو کې اروپا ته د ناقانونه سفر پر مهال ۳۳۵ پاکستانیان وژل شوی

د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې (ابف اې ای )او نورو اړوندو ادارو په تېرو درېیو کلونو کې ۷۴ زره او ۴۷۴ هغه کسان چې بهرنیو هېوادونو ته بې سفرکولو ،د هوايي ډګرونو څخه د سفر کولو مخکې آف لوډ کړل شوي دي.

د دایف اې ای داسنادو له مخې، په دې کسانو کې ۳۹ زره او ۷۸۶ کسان د ایف آی اې له خوا آف لوډ شوي،او نږدې ۳۴ زره نور کسان د بېلابېلو ادارو او امنېتي ادارو له لوري له سفر څخه منع شوي دي.

راپور زیاتوي چې ۳۰ زره او ۲۱ کسان د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا د اسنادو یا د سفر د شرایطو د نه پوره کولو له امله آف لوډ شوي، ۳ زره او ۶۱۷ کسانو خپله د شخصي ستونزو له امله سفر لغوه کړی، او ۴۰ کسان د قاچاق، د نشه‌يي توکو ضد ادارې ای این ایف او د هوايي ډګر د امنیتي ځواک ای ایس ایف  له خوا له سفر څخه منع شوي دي..

د ایف آی اې د معلوماتو له مخې، د آف لوډ کېدولو تر ټولو لوی لامل دضروري  اسنادو نشتوالی و. په دې اساس ۲۰ زره او ۴۰۸ کسان د ویزې، پاسپورټ یا نورو ضروري اسنادو د نیمګړتیا له امله آف لوډ شوي دي.

همدارنګه ۱۲ زره او ۶۷۳ کسان د مشکوک سفر پلان یا پروفایل له امله ورته دسفر اجازه نه دا ورکړی شوي ځکه دوې شک درلود چې ښايي دغه کسان د انساني قاچاق یا ناقانونه کډوالۍ هڅه وکړي.

راپور وایي، ۳ زره او ۴۵۰ کسان د سټاپ لېسټ له امله، ۵۰۵ کسان د ناسم سفري روټس، ۲۸۱ کسان د جعلي اسنادو، او ۱۷۶ کسان  دسفري لپاره دمناسب کرنسي نه لرلو له امله آف لوډ شوي دي.

دریکارډ له مخې ۱۴۵ کسان د اسنادو د تصدیق لپاره، ۲۵۸ تنه د کم عمرۍ له امله، او ۲۴ کسان ځکه له سفره منع شوي چې د سیاحتي ویزې په وسیله یې په بهر کې د کار موندلو نیت درلود.

د کډوالۍ او سفر چارو پوهان وایي، په وروستیو کلونو کې د پاکستان له لارې د انساني قاچاق د پېښو له زیاتېدو وروسته حکومت د هوايي ډګرونو څارنه لا سخته کړې ده،د اروپا، منځني ختیځ او نورو هېوادونو د ویزو د ناوړه استفادې، د جعلي اسنادو کارولو، او د سیاحتي ویزو په نوم د غیرقانوني کار موندلو هڅې هغه مهم عوامل دي چې له امله یې چارواکي شکمن مسافر له سفر څخه منع کوي.

بلخوا دحکومت دسختی پالیسی د آف لوډ کېدو له امله ډېری مسافر له مالي زیان سره مخ کېږي، ځکه د الوتکو ټکټونه، هوټلونه او نور سفري لګښتونه یې ضایع کېږي،او بیا ځینې کسان د زده کړو، کاروبار یا کورنۍ مهمو چارو ته په وخت نه شي رسېدلی، او که د اسنادو ستونزه یا د سفر د موخې په اړه سفر کوونکي کره ځوابونه ونه لري،نو وروسته هم د ویزې یا سفر په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږي.

په داسي حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې اروپا ته د ناقانونه لارو د تګ پر مهال د کښتیو په ډوبېدو په ۷ لویو پېښو کې ۳۳۵ پاکستانیان مړه شوي دي.

د ایف اې ای دراپور تر مخې، له جون ۲۰۲۳ راهیسې د کشتیو د ډوبېدو ۷ پېښې ثبت شوې دي

دریکاډ له مخې، د ۲۰۲۳ کال په جون کې یونان ته روانه یوه کشتۍ ډوبه شوه. هغې کې ۲۲۶ پاکستانیان سپاره وو، چې  ۲۰۷ تنه مړه او یوازې ۱۹ کسان ژوندي وژغورل شوی وو.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې یونان ته روانې بلې کشتۍ  ډوبېدو پېښې ۲۵ پاکستانیان مړه او ۴۴ ژغورل شوي وو.

د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې مراکش ته نږدې د کشتۍ ډوبېدوپه یوه بله پېښه کې چې ۷۰ پاکستانیان پکې سپاره وو، چې ۴۴ یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې لیبیا ته نږدې د کشتۍ په پېښه کې ۲۳ پاکستانیان مړه شول. همدارنګه د ۲۰۲۵ کال په اپرېل، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر او د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې له لیبیا څخه اروپا ته د ناقانونه تګ پر مهال د کشتیو د ډوبېدو په درېیو نورو  پېښو کې هم له ۳۰ څخه ډېر پاکستانیان مړه شوي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.