دپوليسو وينا ده دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې د ريګي ماډل ټاؤن او جمرود سره لګېدلې سيمه کې داتوار او ګل په مينځ شپه د پوليسو او وسلوالو ترمېنځه سخته ډزې شوي چې پکې يو وسلوال وژل شوى دى.
د پېښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد وينا ده چې پوليسو په وخت او مؤثره تګلاره خپله کړه او د وسلوالو مقابله يې وکړه، هغه ويلي د ډزو په تبادله کې يو وسله وال وژل شوى خو نورو ملګرو يې د تيارې نه ګټه پورته کړې او تښتيدلي دي.
د پېښې نه پس پوليسو ټوله سيمه په ولقه کې اخستې او د لټون عمليات يې شروع کړي دي.
ډاکټر ميا سعيد ويلي چې د تښتېدلو وسله والو د نيولو لپاره عمليات روان دي.
په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دټانک، جنوبي او شمالي وزيرستان او باجوړ په شمول په بيلا بيلو ضلعو کې دتشدد او ترهه ګرۍ په پېښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسګونو امنيتي سرتيري، عام خلک او وسله وال وژل شويدي.