پوليسو په کرک کې د ۴ وسلوالو وژلو ادعا کړې ده

د کرک ضلعې پولیسو ادعا کړې ده چې د وسلوالو پر ضد عملیاتو کې یې د “زاهد ډلې” څلور وسلوال وژلي دي ۔

د کرک پولیسو ویاند شوکت علي رسنیو ته ليږلې یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د جولایي پر ۱۰مه نېټه سهار وختي د یادې ضلعې پولیسو د کوهاټ ضلعې پولې سره نزدې خټک ډیم سیمه کې د اسخباراتي معلوماتو په بنسټ د وسلوالو په ضد عملیات پیل کړل ۔

د ویاند د بيان تر مخه ،  دا مهال وسلوالو د پولیسو په ډلې ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې د زاهد وسلوالې ډلې څلور کسان ووژل شول ۔

پولیس وایي د یادې ډلې وسلوال د اېس اېچ او عمر نواز، انسپکټر طاهر نواز، ډي ایس پي اسد محمود او د انسپکټر انارګل د وژنې پشمول په پولیسو په بریدونو کې ککړ وو ۔

پولیس وایی د وژل شوي وسلوالو د پېژندنې هڅې رواني دي ۔

بلخوا کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي ۔

د یادونې وړ ده چې کرک ضلع  کې ددې نه وړاندې هم په بیلا بیلو پېښو کې وسلوال او د پولیسو سرتېري وژل شوي او ځایي خلکو وار په وار د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه هم کړي دي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.