د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د سېلابونو او د یخچالونو (ګلیشیرونو) د ډنډونو(جهیلونو) د چاودېدو پېښو له امله له دوه زرو ډېر کسان مړه شوي او هېواد ته یې ستر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲م کال په ستر سېلاب کې له ۱۷۰۰ ډېر کسان مړه، شاوخوا ۳۳ میلیونه وګړي اغېزمن او نږدې ۱.۷ میلیونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شول. همدارنګه، له ۱۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر څاروي هم له منځه تللي.
په ۲۰۲۳م کال کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ووژل، زرګونه نور یې ژوبل کړي او شاوخوا ۹ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي. په ۲۰۲۴م کال کې د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو هم لسګونه کسان ووژلي او کورونو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیانونه واړول.
د ۲۰۲۵م کال د سختو موسمي بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او د ګلیشیرونو د جهیلونو د چاودېدو پېښو له امله تر ۶۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي چې تر ټولو ډېر زیان خیبر پښتونخوا او شمالي سیمو ته واوښت.
اېن ډي اېم اې وايي، په پاکستان کې له ۷۰۰۰ څخه ډېر ګلیشیرونه او له ۳۰۰۰ څخه زیات د د یخچالونو (ګلیشیرونو) ډنډونو(جهیلونه) شته چې د چاودېدو خطر لري. دا جهیلونه د هندوکش، قراقرم او همالیا په غرونو کې موقعیت لري او د تودوخې د لوړېدو له امله د خطر کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.
د اقلیمي بدلون په برخه کې فعال محمد شعیب خان مشال ډیجیټل ته وویل، د دې ټولو پېښو اساسي لامل اقلیمي بدلون دی. د هغه په وینا، د تودوخې لوړېدل، د بارانونو ګډوډېدل او د ګلیشیرونو چټکه ویلې کېدل د ناڅاپي سېلابونو لامل ګرځي، چې د خلکو ژوند، کورونه، سړکونه، پلونه او د عاید سرچینې له ګواښ سره مخ کوي.
د یادو شمېرو له مخې، پاکستان او په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ ده او که د مخنیوي او چمتووالي اغېزمن ګامونه وانخیستل شي، نو راتلونکو کلونو کې به زیانونه لا ډېر شي.