په کوهاټ کې د سرو زرو کان را نړيدلی، يو مزدور مړ او څلور نور ژوبل شوي دي

د خيبر پښتونخوا په کوهاټ ضلعې کې د خوشحال ګړ په ریسۍ سیمه کې د سرو زرو په یو کان/درنګ کې د غره د غاړې نړېدو له امله پنځه مزدوران تر خاورو لاندې شوي، چې په ترڅ کې یې یو تن ساه ورکړې او څلور نو ژوبل شوي دي.

ځایي پوليسو او د ګمبټ هسپتال چارواکو رسنيو ته ویلي، پېښه د جون پر ۲۲ مه نېټه هغه مهال رامنځته شوه کله چې مزدوران په کان کې په کار بوخت وو او ناڅاپه پرې د خاورو کمر را پرېوتو.

له پېښې سمدستي وروسته د سیمې خلکو په خپلو هڅو د ژغورنې عملیات پیل کړل او ګیر شوي مزدوران یې له خاورو راوویستل.

د پوليسو تر مخه په ياده پېښه کې مړ شوی مزدور د پرشۍ سيمې اوسيدونکی دی او ژوبل شوي څلور کسان د ګل حسن بانډې سيمې سره تړاو لري.

ژوبل شوي کسان د لومړنۍ طبي مرستې لپاره سمدستي نږدې د ګمبټ روغتون ته لېږدول شوي، چې د ډاکټرانو په وینا د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اباسين په غاړه د کوهاټ په سيمو کې خلک د سرو زرو لټون کوي او د ضلعې انتظاميه له اړخه د سرو زرو په لټون د بندېز باوجود هم دا رنګه پيښې رامخې ته کېږي.

په اړه يې انتظامي افسرانو څه نه دي ويلي خو په وروستيو کې د پوليسو او د ضلعې انتظامي چارواکو بيا بيا رسنيو ته ويلي چې د اباسين په غاره د سرو زرو په را ايستلو د قانون ۱۴۴ مې مادې لاندې بندېز لګولی شوی او د قانون نه سر غړوونکيو پر ضد به ګامونه پورته کوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.