دجون په ۲۱ مه په کراچۍ کې د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې سی ټي ډي د یوه ځانمرګي بریدګر د نیولو ادعا کړې.
د چارواکو په خبره چې د وفاق حساس ادارې سره په ګډو عملياتو کې د غیز قانونه ګرځول شوي وسلوالي ډلي تحريک طالبان پاکستان د مولوي مخلص ډلې يو مهم ځانمرګی وسله وال نيول شوی دی
د امنيتي چارواکو په وينا، نيول شوی تن سلمان عرف ابوهريره د وسله وال زعفران عرف ابوهريره نږدې ملګری او فعال همکار و.
چارواکي وايي چې سلمان له خپلو نورو ملګرو سره يو ځای مخکې د کراچۍ په سايټ ايريا کې پر چینایانو وګړو وسله وال بريد کړی و، چې له امله يې څو تنه ژوبل شوي وو. د نيول شوي سلمان له ولکې څخه يوه ځانمرګی واسکټ، د حساسو ځايونو انځورونه، نقشې او نور مهم مواد هم ترلاسه شوي دي.
د چارواکو په وينا، زعفران عرف ابوهريره، چې د سلمان نږدې ملګری و، مخکې د سي ټي ډي سره په يوه نښته کې وژل شوی و. هغه زیاتوي چې پر زعفران د حکومت له لوري د يو کروړ روپيو انعام اعلان شوی و، ځکه هغه په ګڼو ترهګريزو فعاليتونو کې مطلوب و
چاروګی وایي د لومړنيو پلټنو له مخې، سلمان او د هغه نور ملګري د يوې لويې ځانمرګي حملې د ترسره کولو په موخه کراچۍ ته لېږل شوي وو. د دې ډلې نور ځانمرګي بريدګر هم کراچۍ ته د رسېدو په حال کې وو، خو د وختي عملياتو له امله د هغوی پلانونه شنډ شول.
چارواکي وايي چې د سلمان يو ملګری په ۲۰۲۵ کال کې د کوټې د فرنټير کور (ایف سي/ ملېشې ځواک )پر مرکز شوي ځانمرګي بريد کې شامل و او وروسته وژل شوی و
د چارواکو په خبره چې د هغه بل ملګری په همدې کال د ډېره اسماعيل خان د پوليسو د روزنيز مرکز په ځانمرګي بريد کې برخه لرله او هغه هم وژل شوی و.
چارواکي زیاتوي چې د پلټنو پر مهال نيول شوي تن اعتراف کړی چې په افغانستان کې يې د ځانمرګو بريدونو او ځانګړو ترهګريزو عملياتو روزنه ترلاسه کړې ده. او نوموړی د مولوي مخلص يار په امر له خپل بل ملګري ادريس عرف اسدالله سره يو ځای کراچۍ ته راغلی و.
امنيتي چارواکي وايي چې د دې ډلې لومړنی هدف په کراچۍ کې هدفي وژنې ترسره کول وو. وروسته به سلمان او د هغه نور ځانمرګي ملګري په ښار کې د يوه ستر ځانمرګي بريد هڅه کوله. د امنيتي ادارو په وختي او برياليو عملياتو سره دغه خطرناک پلان شنډ شوی
چارواکو په خبره چې پلټنې روانې دي او د نيول شوي تن له معلوماتو څخه به د شبکې د نورو غړو د نيولو لپاره هم عمليات دوام لري،