د شپږیزه کرکټ لوبې دا ځل په خوست کې ترسره کیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې په لومړي ځل شپږه کرکټ دا پړاو لوبې په خوست کې ترسره کیږي.
د دوی په وینا شپږیزه د هېواد په کچه د کورني کرکټ تر ټولو لويې سیالۍ دي، چې د جولای پر لومړی نېټه به د یاد ولایت د رحمت ولي مسرور د کرکټ په ملي لوبغالي کې پرانیستل شي.
د کرکټ بورډ د چارواکو په وینا د شپږیزه په یولسم پړاو لوبو کې به چې په خوست کې ترسره کیږي، د راشدخان او محمدنبي په ګډون د نړیوال کرکټ یو شمېر نور ستوري هم برخه واخلي.
د جون پر ۲۱مه د خوست د کرکټ بورډ ویاند اکبرعلي سمون مشال ډېجټل ته وویل، چې د شپږیزه لیګ د شانداره ترسره کېدو لپاره ټولې لازمې تیاریانې بشپړې شوې دې.

نوموړي زیاته کړه: ”د خلکو هغه غوښتنه چې په خوست کې د دوی په مخکې راشدخان، محمدنبي، رحمان الله ګربز او داسې نور لوبغاړي ولوبیږي، دا هیله يې په پوره کېدوه ده، لوبغالی په بشپړه توګه دې ته اماده دی، چې لوبې په کې په ښه ډول ترسره شي. “
نوموړي د خوست له اوسیدونکو وغوښتل، چې د خپلو ملي اتلانو تشویق او هڅونې ته ورشي او دا شانداره لوبې له نږدې وویني.
په شپږیزه سیالیو کې د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو په خوا کې ځوانو لوبغاړو ته هم د لوبیدو فرصت برابریږي.
ځوان لوبغاړی زیت الله شاهین، چې په لومړي ځل به شپږیزه کې ولوبیږي، وايي: ”دا د خوستوالو لپاره یو ډېر ښه زیری دی، چې د ملي لوبغاړو په شتون کې دا سیالۍ ننداره کړي، زه په خپله په دې هم خوشاله یم چې په لومړي ځل په شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبیږم، نو ان شاالله خوند به ترې واخلم او زموږ ځوانو لوبغاړو لپاره ښه خبره دا ده، چې له تجربه لرونکو لوبغاړو سره لوبیږو او د دوی له تجربو به ګټه اخلو. “
خوستي لوبغاړي او ځايي اوسیدونکي وايي، پخوا دوی اړ وو، چې د دې لوبو د نندارې لپاره کابل یا د هېواد نورو ولایتونو ته ولاړ شي، خو دا ځل د دوی په ولایت کې شپږیزه لوبې کیږي.
په وروستیو دوو کلونو کې د رحمت ولي مسرور د کرکټ په ملي لوبغالي کې د ننداره کوونکو او لوبغاړو لپاره د یو شمېر اسانتیاوو د برابرولو په خاطر ګڼې پروژې پلې شوې، خو لا هم د خوست ګرمۍ ته په کتو کافي سیوري په کې نشته.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.