د جون ۲۱مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني صوبایي مشر او سناتور ( سنېټر) عثمان خان کاکړ ۵م تلین غونډه ، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند لخوا د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه مسلم باغ کې تر سره شوه ، په غونډه کې د یاد ګوند ګڼو سیاسي مشرانو د نوموړي پر ژوند او مبارزه باندې خپلې ویناوي وکړې.
په تلین غونډه د عثمان خان کاکړ زوی او د پښتونخوا نېشنل ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د نوموړي په ژوند او مبارزه باندې خبرې وکړې.
هغه په خپله وینا کې وویل چې عثمان خان کاکړ یو فکر و چې ځوانان یې خپلې قامي مباررزې او وطن دوستۍ رابلل،
هغه په خپله وینا وویل چې د نوموړي به ځوانان قامي مبارزې ته هڅول او هغوی ته به یې ویل چې د قام، وطن او خاروي مینه او وفاداري به تر خپل ځان اولاد او خاندان او عزیزانو به یې زیاته کوې.
هغه په خپله وینا کې وویل چې عثمان خان کاکړ هم خپل سر په دې مبارزه کې بایللی.هغه وویل که څه هم نن نوموړی په موږ کې نسته خو د هغه فکر او نظریه نن هم ژوندۍ ده.

خوشحال خان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې هغه نو یوازي د پښتنو بلکه د محکومو قامونو غږ و چې د هغوی د حقوقونو او د هغوی د وسایلو خبره یې کوله.
خوشحال کاکړ زیاته کړه چې عثمان خان کاکړ چې سناتور ( سنېټر) و نو هغوی به هر کله په خپله وینا کې ویل چې د پښتونو وسایل به د پښتونو وي د بلوڅو وسایل به د بلوڅوي او هر قام به د خپلو وسایلو اختیار لري.
عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱م کال د جون پر ۱۷ مه نېټه په کوټه کې په خپل کور کې ژوبل شوی و او د بېهوښۍ په حالت کې لومړی د کوټې او بیا د نورې درملنې لپاره د سیند کراچي ښار اغا خان روغتون ته وړل شوی و چې هلته یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د جون پر ۲۱ مه په خپل پلرني ټاټوبې مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو چې په لکونو خلګو یې په جنازه کې ګډون درلود.

د هغه کورنۍ او ګوند یې د نومړي د مړینې د پلټونو غوښتنه کوله او ویل یې چې عثمان خان کاکړ د کوټې په خپل کور کې هغه وخت په سر کې کاري وهل شوی و چې هغه په کور کې يوازي و، دوی د هغه وخت له حکومته د سپریم کورټ جج قاضي عیسا په مشراتابه کې د مړینې د پلټونو غوښتنه کوله، خو د حکومت لخوا د بلوچستان های کورټ کې د هغه د پلټونو لپاره پلټنې پېل شوې خو هغه ته یې نه د کورنۍ او نه د ګوند څوک ورغلل چې هغه کېس ختم کړل شو.
د هغه وخت د بلوچستان حکومت د عثمان خان کاکړ مړینه یو طبیي مرګ بللی و خو د ګوند او کورنۍ غړو یې د حکومت دا ادعاو ردولې.
عثمان خان کاکړ په ۱۹۶۱ کال کې د بلوچستان د کلا سېف الله ضلعې د مسلم باغ په سیمه کې د سردار عبدالقیوم په کور کې سترګې رڼي کړې وې.
عثمان کاکړ لومړنۍ زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې کړې وې او هم دالته یې تر پوهنځي پورې د زده کړو وروسته یې د بلوچستان پوهنتون د اقتصاد او قانون له څانګو څخه د ماسټرۍ درجې ترلاسه کړې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د غړو په خبره چې عثمان خان کاکړ د ښوونځي په وخت کې د پښتون زدهکوونکو سازمان سره یوځای شو او خپل سیاسي سفر یې پیل کړ. په ۱۹۸۷ کال کې کله چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او مزدور کسان ګوند سره یوځای شول، هماغه کال د عثمان خان کاکړ تر څارنې لاندې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن لومړی کانګرس غونډه وشوه، او په دې توګه عثمان خان کاکړ د دې سازمان مشر (چېرمن) ور په برخه شوه.
ورسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر تر څنګ، (سویلي پښتونخوا )د بلوچستان د صوبایي مشر (چېرمن) هم و.
عثمان خان کاکړ د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د بلوچستان څخه د عمومي څوکۍ لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ټکټ تر ۲۰۲۱ م کال تر مارچ پورې سناتور (سنېټر) پاته شو.