د سوداګرو د اتحاديو، چيمبر اف کامرس او سياسي ګوندونو په غوښتنه د جولاي په ۲۱مه په ملاکنډ ډويژن کې دټيکس دنفاذ په ضد شټرډاون هړتال شوى، چې له امله يې په ګڼو سيمو کې بازارونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي دي .

د سوات په مرکزي ښار مينګوره کې ټول بازارونه، بينکونه، خصوصي تعليمي ادارې، عدالتونه او ګڼ شمېر واړه او لوي مارکيټونه تړل شويدي
همدا شان د ملاکنډ ډويژن په ټولو نهو ضلعو، کوز دير، بر دير، ملاکنډ، بونير، شانګله، اپر چترال، لوير چترال او باجوړ کې هم تجارتي مرکزونه تړل شوي وو. د ترلاسه شويو راپورونو ترمخه د دغو ضلعو مرکزي بازارونه هم په مکمله توګه تړل شويدي

د ملاکنډ ډويژن د تاجرانو د اتحاديو مشر عبدالرحيم د مينګورې په نشاط چوک کې خبريالانو ته وويل چې صوبايي حکومت د ملاکنډ ډويژن نه ټول ماليات بېرته اخيستي دي. هغه دمرکزي حکومت نه وغوښتل چې د ملاکنډ ډويژن پخواني تاريخي او قانوني حيثيت بېرته بحال کړي او د سيمې خلکو ته ټيکس معاف کړي.

هغه خبرداري ورکړى چې که مرکزي حکومت زر تر زره د ټيکس نفاذ بېرته وانخلي، نو سوداګر به تر دې وروسته د “پيه جام” هړتال اعلان کړي او د احتجاج په توګه به د ملاکنډ ډويژن مهمې لويې لارې هم وتړي.

بلخوا حکومت وايي چې د پخوانيو قبايلي سيمو او ملاکنډ ډويژن ځانګړى قانوني حيثيت د ۲۰۱۸ کال د پنځه ويشتم اييني ترميم تر مخه پاې ته ورسېدو او دا سيمې د پاکستان په عمومي قانوني چوکاټ کې شاملې شوې.

حکومت زياتوي چې له دې وروسته هم دغو سيمو ته د څو کلونو لپاره د مالياتو په ورکړه کې ځانګړي رعايت ورکړل شوي و، خو اوس به د قانون له مخې د نورو سيمو په څېر ماليات ورکوي.